د عربستان توپونو د یمن په خلکو ډزې وکړې
زمونږ خبریال وايي د سعودي عربستان تیریګرو عسکرو د یمن په الحدیده ولایت کښې د اوربند د خلاف ورزۍ په دوام کښې د دغه ولایت په ځینو سیمو د توپونو ډزې وکړې .
د سعودي عربستان تیریګرو پوځیانو د یمن د الحدیده ولایت په التحیتا ولسوالۍ کښې په الجبلیه سیمې باندې د توپونو درې څلویښت (۴۳) ډزې وکړې چې له کبله یې کورونو ته تاوانونه رسیدلي دي .
ویل کیږي چې د سعودي عربستان تیریګرو پوځيانو او د هغوې ګوډاګیانو د توپونو څلرویشت(۲۴) ډزې د الدریهمي ښار د خلکو په کورونو کړي دي .
سعودي عربستان د امریکا د متحده عربي اماراتو ، انګلستان او دځینو نورو هیوادونو په ملاتړ سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له مارچ میاشتې راهسې په یمن حملو او له ځمکې ، هوا او سمندر څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .
په یمن کښې د سعودي عربستان او د هغه د متحدانو جنګ غوښتنې تراوسه د دغه هیواد څه دپاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰) کسان وژلي ، په لسګونو زره نور ژوبل کړي او په میلیونونو نور کډوال کړي هم دي .