روسیه د ترهګرو پرضد د سوریې ملاتړ کوي
زمونږ خبریال وايي د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرګي ورشنین وویل ماسکو د سوریې په شمال لویدیځ کښې په ادلب ولایت کښې د ترهګرو پرضد جنګ کښې د دمشق ملاتړ کوي .
هغه پرون وویل روسیه په ادلب ولایت کښې د ترهګرو پرضد جنګ کښې د سوریې له حکومتي عسکرو د ملاتړ په ترڅ کښې هماغه راز په دغه ولایت کښې د کړکیچ د حل کولو لپاره له ترکیې سره خبرو اترو ته ګروهنه لري .
د سوریې پوځ کابو دوه (۲) میاشتې کیږي چې له ترهګرو ډلو څخه د ادلب ولایت د پاکولو عملیات پیل کړي او تراوسه یې زیات پرمختګونه هم کړي دي خو ترکیه چې د دغو عملیاتو مخالفه ده او له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه یې د سوریې ځينې سیمې په نیواک کښې وروستلي دي .
ترکیه له امریکا ، انګلستان ، فرانسې ، سعودي عربستان ، بحرین ، اردن ، صهیونیسټ رژیم او ځینې نورو عربو او اروپايي هیوادونو سره یوځاې په سوریې کښې د ترهګرو ډلو د ماتي د مخه دنیولو کوشش کوي .