روسیه د ترهګرو پرضد د سوریې ملاتړ کوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i88154-روسیه_د_ترهګرو_پرضد_د_سوریې_ملاتړ_کوي
زمونږ خبریال وايي د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرګي ورشنین وویل ماسکو د سوریې په شمال لویدیځ کښې په ادلب ولایت کښې د ترهګرو پرضد جنګ کښې د دمشق ملاتړ کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 23, 2020 01:33 Asia/Kabul
  • روسیه د ترهګرو پرضد د سوریې  ملاتړ کوي

زمونږ خبریال وايي د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرګي ورشنین وویل ماسکو د سوریې په شمال لویدیځ کښې په ادلب ولایت کښې د ترهګرو پرضد جنګ کښې د دمشق ملاتړ کوي .

هغه پرون وویل روسیه په ادلب ولایت کښې د ترهګرو پرضد جنګ کښې د سوریې له حکومتي عسکرو د ملاتړ په ترڅ کښې هماغه راز په دغه ولایت کښې د کړکیچ د حل کولو لپاره له ترکیې سره خبرو اترو ته ګروهنه لري .

د سوریې پوځ کابو دوه (۲) میاشتې کیږي چې له ترهګرو ډلو څخه د ادلب ولایت د پاکولو عملیات پیل کړي او تراوسه یې زیات پرمختګونه هم کړي دي خو ترکیه چې د دغو عملیاتو مخالفه ده او  له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه یې  د سوریې ځينې سیمې په نیواک  کښې وروستلي دي .

ترکیه له امریکا ، انګلستان ، فرانسې ، سعودي عربستان ، بحرین ، اردن ، صهیونیسټ رژیم او ځینې نورو عربو او اروپايي هیوادونو سره یوځاې په سوریې کښې د ترهګرو ډلو د ماتي د مخه دنیولو کوشش کوي .