په سیمې کې د تاؤتریخوالي په زیاتیدا د اسلامی ایران اندیښمنیدا
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i88318-په_سیمې_کې_د_تاؤتریخوالي_په_زیاتیدا_د_اسلامی_ایران_اندیښمنیدا
د دمشق او انقرې په اړیکو کې بحران اوس په بې مخینې توګه زیات شوی او د نوي تاؤتریخوالي د رامینځةکیدا زمینه ئې برابره کړې ده،په تیره بیا دا چې په دغه بهیر کې امریکا هم له انقرې څخه ملاتړ ته مخه کړې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 29, 2020 08:54 Asia/Kabul
  • په سیمې کې د تاؤتریخوالي په زیاتیدا د اسلامی ایران اندیښمنیدا

د دمشق او انقرې په اړیکو کې بحران اوس په بې مخینې توګه زیات شوی او د نوي تاؤتریخوالي د رامینځةکیدا زمینه ئې برابره کړې ده،په تیره بیا دا چې په دغه بهیر کې امریکا هم له انقرې څخه ملاتړ ته مخه کړې ده .

د ایران  د اسلامی جمهوریت  خارجه وزارت دسورئې په ادلب کې د روانو بدلونونو په باب دیوې اعلامیې په خپرولو سره  په سیمې کې د تاؤتریخوالو په زیاتیدا ا ندیښنه ښودلې او د آستانې د  سوئې د بهیر د خرابولولپاره د دریم ګړي یا ثالث  لورو  اقدامات  ئې محکوم کړي دي .

په دغې اعلامیې کې چې پرون  خپره شوي روښانه شوې ده ،  ایران د آستانې د بهیر د مشرانو مخکینۍ فیصلې ته په پام سره  باؤري دی ، دغه غونډه ددغه بهیر د مخیکینو  موافقو په دوام کې ، له ترهه ګرۍ سره په مبارزې ، عامو خلکو ته  له هرډول تاوان  له رسولو ډډه کولو  او د اختلافاتو د سیاسی حل  په دوام کې اغیرشیندونکي ګامونه پورته  کولی شي .

د ایران خارجه وزارت په دغې اعلامیې کې  همداراز د امریکا اقدامات،چې په غیرمسئولانه ډول  تل په سیمې کې د تاؤتریخوالو  په رامینځةکولو پسې ده، او په سورئې کې  ئې د خپل شتون موخه هم ، ددغه هیواد دتیلی سرچینو غلا کول اعلان کړي دي ،په سیمې کې د بحران د  لاسختیدا او زیاتیدا لامل  ګڼي .  

په ادلب ولایت کې چې  په سورئې کې د ترهه ګرو ډلو تر ټولو وروستۍ مرکز حسابیږي ، د سورئې د پوځ او د هغو د متحدانو  عملیاتو  د ترکیې منفي غبرګون او ددغه هیواد دومدار ګواښونه په ځان پسې درلودلي دي .

د ترکیې پوځ  په وروستیو شپو ورځو کې  د څوم ځل لپاره د سورئې په ادلب ولایت کې د سورئې دپوځ  پر مورچلو او بیخ بینائي تاسیساتو  حملې کړي دي . ددې په ترڅ کې چې  د ترکیې پوځ د سورئې په شمال کې ځینو سیمو ته وارد شوی دی .د سورئې  دپوځ  د پرمختګ  او په ادلب او حلب ولایتونو کې  دترهه ګرو د ترټولو وروستیو مرکزونو او پټنځایونو د آزدولو په دوام  سره ، د د مشق او انقرې دپوځیانو ترمینځ  اخ وډب  رامینځةشوی  دی .  ددغو نښتو په دوام کې دپنجشنبې په شپه  دسورئې  اور وسیې جنګي الوتکو  په ادلب  کې د ترهه ګرو په مرکز په حملو کې د ترکیې ۳۴پوځیان هم  وژل شوي دي .داپه  داسې حال  کې دي ، چې تیره اونۍ  او د سورئې په شمال لویدیځ کې د ترکیې دپوځ د یوشمیر پوځیانو په وژل کیدو پسې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  ګواښ کړی ؤ چې له دې وروسته به دآستانې او سوچي موافقو ته له پامه پرته،که  دسورئې په خاورې  کې د ترکیې پر پوځیانو کومه حمله وشي،نو  دسورئې پر پوځ به حمله وکړي .

د دمشق  او انقرې  په اړیکو کې بحران  اوس په بې مخینې توګه زیات شوی او د نوي تاؤتریخوالي د رامینځةکیدا زمینه ئې  برابره کړې ده،په تیره بیا دا چې  په دغه بهیر کې امریکا  هم له انقرې څخه  ملاتړ  ته مخه کړې ده .

لکه څنګه چې  د امریکا  خارجه وزارت دیوې اعلامیې په صادرولو سره ټينګار کړی ، مونږ  په ناټو موسیسې کې د خپل متحد په توګه   د ترکیې ملاتړ کوو .

د امریکا  خارجه وزارت وئيلی دي،چې د ادلب  بحران په وړاندې  له ترکيې د ملاتړ لپاره  د احتمالي ټاکنو  په ارزونې لګیا یوو . هغه څه چې مسلم دي ، امریکا  په ادلب ولایت کې د تاؤتریخوالي په رامینځةکولو او دسورئې د بحران  او ترینګلتیاؤ  په  سیاسی حل کې  په کارړنګونو پسې ده .

د لبنان یوه سیاسی شناندی  او لیکوال وفیق ابراهیم په یولړڅرګندونو کې په سورئې کې د امریکا دو اقعي موخو په باب وائي ،په تیرو پنځو کلونو کې په ادلب کې  دترهه ګرۍ د پراختیا له وخت راهسې  چې د ترکیې د پوځ ترڅارنې لاندې ترسره شوي،هغه هم په دې توګه چې  د ترکیې پوځ  له پولو تر ادلب پورې  دعفریّن له لارې پرمختګ کړی ؤ، امریکایانو د ترهه ګرو په لور یو میرمی هم نه دی توغولی،ځکه  د سورئې د پوځ په وړاندې له ترهه ګرو  سره د ترکیې د ائيتلاف څخه ئې ملاتړ کاوۀ.

دغه شناندي ، دسورئې په ادلب کې د القاعدې پر مورچلو باندې د امریکاڅه موده مخکې حمله ،  دسورئې له حکومت سره د  دوي د  مهربانۍ له پلوه نه وه ،بلکې د سورئې  د بحران  دا وږدولو او له ادلب څخه  دترهه ګرو ډلو  دویستلو په خاطر ئې  د  ترکیې او روسیې د موافقې د خرابولو لپاره  بللې ده .

د سورئې ادلب  اوس  د  روسیې ، ترکیې ،امریکا ، سورئې ،د ترکیې او ترهه ګرو  او د ترکیې او روسیې د نښتو چورلیز دی .د سورئې په باب د سوچي  دخبرواترو او د آستانې له  بهیره  دترکیې له  احتمالي  لیریکیدا څخه د امریکا هرکلی ، باید  په همدې لړ کې وبلل شي .

 په دغه شان حساس موقعیّت کې ، خبرواترو ته بیرته ستنیدا  داسې تر ټولو غوره منطقي لاره ده چې  د نښتو  د زیاتیدا او د  تاؤتریخوالو د پراختیا  مخه نیولی شي . خبرواترو ته د لورو مخه کول ،  هماغه د تیر وخت په شان   هغو حل لارو ته لاس رسی  درلودلی شي  چې  رامینځةشوی  بحران د  بیرته نه ستنیدا تر مرحلې  ونه رسیږي . تهران هم ددغه  شان خبرواترو  تود هرکلی کوي .د اسلامی ایران خارجه وزارت  ټينګار کړی دی ، چې په دې باب د آستانې په بهیر کې له خپلو شریکانو سره وخت په وخت په تماس کې  دی   او د موجوده ترینګلو شرائطو  دختمولو لپاره به  خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.