د سوریې خلکو د امریکا ضد مظاهرې وکړې
Mar 09, 2020 02:09 Asia/Kabul
مهر خبري اژانس وايي د سوریې په ختیځ کښې د دیرالزور ولایت خلکو د امریکا د نیواکګرو عسکرو په شتون او د ملي تیلو په غلا کیدا اعتراض کښې مظاهرې وکړې .
د سوریې د دیرالزور ولایت خلکو په بیلابیلو سیمو کښې په مظاهرو سره د شعارونو په ورکولو سره د ملي پوځ ملاتړ وکړ او د امریکا د نیواکګرو عسکرو د وتلو غوښتنه یې وکړه .
دا لومړی ځل نه دی چې د سوریې خلک د امریکا د نیواکګرو ځواکونو پرضد مظاهرې کوي .
د امریکا نیواکګر په سوریې کښې دیره شوي او په دیرالزور سیمه کښې د دغه هیواد تیل غلا کوي او له ترهګرو ډلو سره هرډول مرستې کوي .
ټیګونه