ملګرو ملتو په یمن کښې د اسیرانو د آزادۍ غوښتنه وکړه
د یمن په چارو کښې د ملګرو ملتو استازي په دغه هیواد کښې له ښکیلو خواؤ وغوښتل چې د کورونا ناروغۍ د خپریدو د خطر په وجه ټول یمني اسیران خوشې کړي.
د یمن په چارو کښې د ملګرو ملتو استازي په دغه هیواد کښې له ښکیلو خواؤ وغوښتل چې د کورونا ناروغۍ د خپریدو د خطر په وجه ټول یمني اسیران خوشې کړي.
مارټین ګریفیټس پرون وویل: په داسې حالاتو کښې چې نړۍ له کورونا وایرس سره جنګیږي، باید په یمن کښې ښکیل لوري د جګړې په پریښودو سره د ملکي وګړو ژوند له پیښ خطر سره په مبارزې تمرکز وکړي.
د یمن لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي استازي یوځل بیا له یمني لورو وغوښتل چې د حالاتو د لاخرابتیا د مخنیوي لپاره په الجوف او مأرب ولایتونو کښې نښتې بندې کړي.
خو له بلې خوا د یمن د انصار ا... د اسیرانو د کمیټې مشر عبدالقادر مرتضی په دې وروستیو کښې ویلي چې د عبدربه منصور هادي استعفا کړي حکومت د اسیرانو د تبادلې کار بند کړی دی.