فلسطيني ډلو د يمن د انصارالله قدرونه او ستائنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i88911-فلسطيني_ډلو_د_يمن_د_انصارالله_قدرونه_او_ستائنه_وکړه
فلسطيني ډلو په سعودي کښې له نيول شويو فلسطينيانو سره د سعودي اسيرانو د تبادلې په اړه د يمن د انصارالله د فېصلې قدرونه او ستائنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 27, 2020 08:11 Asia/Kabul
  • فلسطيني ډلو د يمن د انصارالله قدرونه او ستائنه وکړه

فلسطيني ډلو په سعودي کښې له نيول شويو فلسطينيانو سره د سعودي اسيرانو د تبادلې په اړه د يمن د انصارالله د فېصلې قدرونه او ستائنه وکړه.

د فلسطين د اسلامي مقاومت د غورځنګ حماس يو مشر محمود الزهار بېګا وويل، په سعودي کښې له کلونو راهسې نيول شوي فلسطينيان د سعودي په جېلونو کښې پراته دي او غاصبان بايد پوهه شي چې د مقاومت د ځواکونو دغه فېصله د دغو فلسطينيانو د  آزادۍ لپاره ده.

د يمن د انصارالله مشر عبدالملک الحوثي پرون د يمن د جنګ د شروع کېدو د پينځمې کليزې په مناسبت په خپله يوه وېنا کښې په سعودي کښې د حماس غورځنګ د نيول شويو د آزادېدو په بدله کښې د سعودي د يو پائيلټ او څلورو افسرانو د آزادولو لپاره د انصارالله د پوره چمتووالي اعلان وکړ.

د فلسطين د آزادۍ لپاره ولسي محاذ هم په يوې بيانيه کښې وويلو د انصارالله غورځنګ نوښت له فلسطين او د دغه هېواد د خلقو له مبارزو څخه په ملاتړ کښې د يمن د ملت د اصيل او همېشني موقف نښه او  له غاصبانو سره د مبارزې لپاره د اسلامي هېوادونو د يووالي لپاره يوه نمونه ده.

د فلسطين د مجاهدينو غورځنګ نومې ډلې هم د فلسطينيانو د نيولو په  دوام کښې د آل سعودي رژيم اقدام وغندۀ او وې ويل،  په سعودي کښې د حماس غورځنګ غړي په داسې حال کښې نيول کيږي چې دغه هېواد د قدس له غاصب رژيم سره د تعلقاتو د بحالولو په لور روان دے.

د حماس غورځنګ يو مشر سامي ابوزهري له دې مخکې ويلي وو چې همدا اوس شپېتۀ فلسطينيان د سعودي په جېلونو کښې پراته دي چې ځينې پکښې د حماس غورځنګ غړي يا يې ملاتړي دي او په دغه هېواد کښې يې له دېرشو کلونو نه زيات ژوند کړے دے.