د یمن پرضد د سعودي عربستان تیري دوام لري
ایرنا خبري اژانس وايي د یمن المسیره ټیلي ويژن بیګا راپور ورکړ د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جنګي الوتکو په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې نولس (۱۹)ځله د هیواد په بیلابیلو سیمو بمبارې کړي دي .
دغه ټیلي ويژن زیاته کړه د سعودي عربستان جنګي الوتکو د یمن په صعده ، الجوف ، مارب ، عمران او حجه ولایتونو بمبارې کړي دي چې له کبله یې تراوسه درې (۳) ملکي وګړي وژل شوي او یوشمیر نور ژوبل شوي هم دي .
سعودي عربستان د امریکا د ،انګلستان د اردن د اسرائیلو او د متحده عربي اماراتو وغیره په ملاتړ سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له مارچ میاشتې راهسې د یمن پرضد بمباریو او دغه راز له ځمکې ، هوا او سمندر څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .
د یمن پرضد د سعودي عربستان په تیریو او جنایتونو کښې تراوسه څه دپاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰) کسان وژل شوي او په لسګونو زره ژوبل شوي او په میلیونونو خلک کډوال شوي هم دي .