سعودي ائیتلاف د اوربند په باب دروغ وائي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i89238-سعودي_ائیتلاف_د_اوربند_په_باب_دروغ_وائي
د سعودي تیریګر ائیتلاف ویندوي ترکي المالکي د پنجشنبې سهار وختي په یمن کې د اوربند دموافقې اعلان کړی او مدعي شوی ؤ چې دغه اوور بند به تر دوو اونیو پورې دوام وکړي او له دې وروسته به هم د تمدیدیدو وړ وي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 11, 2020 00:43 Asia/Kabul
  • سعودي ائیتلاف د اوربند په باب دروغ وائي

د سعودي تیریګر ائیتلاف ویندوي ترکي المالکي د پنجشنبې سهار وختي په یمن کې د اوربند دموافقې اعلان کړی او مدعي شوی ؤ چې دغه اوور بند به تر دوو اونیو پورې دوام وکړي او له دې وروسته به هم د تمدیدیدو وړ وي .

فارس خبری آژانس راپورورکړ د یمن دپوځ ویندوي یحیی سریع پرون  ناوخته  په خپل یو ه ټولنیز پیغام کې وئيلي دي ،د سعودي تیریګر ائيتلاف پرون  د خپل یو اړخیز اوربند په خلاف ورزۍ سره  دیمن په تعز، مارب او البیضاء درو ولایتونو حملې کړې  خو د یمن والو له کلک او غاښ ماتونکي ځواب سره مخامخ شوي دي .

یحیی سریع  په دوام کې ووئيل ، د پرمختګ لپاره د تیریګرو هڅې د هغوی لپاره له مرګ ژوبلو  او د تجهیزاتو  له مینځه وړلو پرته بله هیڅ  نتیجه نه ده درلوده او د اندازې پهاساس ،  په لسګونو تیریګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

 هغه دغه راز زیاته کړې  دسعودي ائيتلاف جنګي الوتکو  هم د تیرې پنجشنبې  ورځې پّ څير  دیمن په   الجوف  ولایت کې څو سیمې بمباري کړي دي .