په یمن د سعودي عربستان بریدونه زیات شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i89276-په_یمن_د_سعودي_عربستان_بریدونه_زیات_شوي_دي
زمونږ خبریال وايي د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع بیګا وویل د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جنګي الوتکو په تیرو دوه اویا (۷۲) ساعتونو کښې څه دپاسه سل (۱۰۰) ځله د هیواد په بیلابیلو سیمو بمبارې کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 13, 2020 00:32 Asia/Kabul
  • په یمن د سعودي عربستان بریدونه زیات شوي دي

زمونږ خبریال وايي د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع بیګا وویل د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جنګي الوتکو په تیرو دوه اویا (۷۲) ساعتونو کښې څه دپاسه سل (۱۰۰) ځله د هیواد په بیلابیلو سیمو بمبارې کړي دي .

هغه وویل د سعودي عربستان جنګي الوتکو زیاتې بمباریانې په الجوف او مارب ولایتونو کښې کړي دي .

د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع وویل  د اوربند د ټینګیدا په هکله د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف له ادعا سره سره د دغه ائتلاف ځواکونو په تیرو دوه اویا(۷۲) ساعتونو کښې څه د پاسه دولس (۱۲) ځله د هیواد په بیلابیلو سیمو باندې د ځمکنیو حملو هڅه کړي ده .

د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف ویاند ترکي الفیصل د تیرې پنجشنبې ورځې په سهار په یمن کښې د اوربند د موافقې اعلان وکړ خو په یمن کښې د سعودي عربستان د نمایشي اوربند د اعلان څو ساعتونه نه وو تیر شوي چې دغه ائتلاف د خپل یواړخیزه اوربند خلاف ورزۍ وکړه .

د یمن خلک د سعودي عربستان د ائتلاف لخوا د اوربند اعلان د خپلو قواو د پیاوړی کولو لپاره د وخت د ترلاسه کولو لپاره د ریاض  تاکتیک ګڼي .

سعودي عربستان له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې د یمن د بې وزله هیواد پرضد حملو ، بمباریو او له سمندر ، ځمکې او هوا څخه کلابندیو ته دوام ورکړی او د دغه هیواد له شپاړس زرو(۱۶۰۰۰) څخه زیات بې ګناه خلک یې وژلي او په لسګونو زره نور یې ژوبل کړي او په میلیونونو نور یې کډوال کړي هم دي .