په عراق کښې ابطال النصر عملیات پاې ته ورسیدل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i89404-په_عراق_کښې_ابطال_النصر_عملیات_پاې_ته_ورسیدل
زمونږ خبریال وايي د عراق ولسي بسیج ځواک الحشد الشعبي بیګا د دغه هیواد په لویدیځ کښې په الانبار ولایت کښې د ابطال النصر په نوم د عملیاتو په بریالیتوب سره د ختمیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 18, 2020 01:08 Asia/Kabul
  • په عراق کښې ابطال النصر عملیات پاې ته ورسیدل

زمونږ خبریال وايي د عراق ولسي بسیج ځواک الحشد الشعبي بیګا د دغه هیواد په لویدیځ کښې په الانبار ولایت کښې د ابطال النصر په نوم د عملیاتو په بریالیتوب سره د ختمیدا خبر ورکړ .

الحشد الشعبي ځواک د ابطال النصر د عملیاتو په  بریالیتوب سره د ختمیدا په اعلان سره وویل د عراق بسیج ولسي ځواکونه  په دغو عملیاتو کښې ټاکل شويو هدفونو ته رسیدلي دي .

د عراق ولسي بسیج  ځواک الحشد الشعبي د دغه هیواد د پوځ له عسکرو سره یوځاې د تیرې پنجشنبې له سهار څخه د الانبار ولایت په لویدیځ او جنوب لویدیځو سیمو کښې د ابطال النصر په نوم عملیات د هیواد  د لویدیځو سرحدونو او د الانبار ولایت په جنوب لویدیځې سیمې کښې د صحرايي سیمو د امنیت د تامینولو په هدف سره پیل کړي وو .

په عراق کښې د داعش ترهګرې ډلې له ماتي خوړلو سره سره اوس هم د دغه ټروریسټي ډلې یوشمیر غړي د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې شته او کله نه کله ترهګرې حملې او بم چاودنې کوي .