د یمن د استعفا شوي ولسمشر روغتیایي حالت خراب دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i90412-د_یمن_د_استعفا_شوي_ولسمشر_روغتیایي_حالت_خراب_دی
زمونږ خبریال وايي د یمن سرچینو وویل د استعفا شوي ولسمشر عبدربه منصور هادي جسمي حالت چې له تیرو څو کلونو راهسې په عربستان کښې هستوګن دی خراب شوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 30, 2020 00:37 Asia/Kabul
  • د یمن د استعفا شوي ولسمشر روغتیایي حالت خراب دی

زمونږ خبریال وايي د یمن سرچینو وویل د استعفا شوي ولسمشر عبدربه منصور هادي جسمي حالت چې له تیرو څو کلونو راهسې په عربستان کښې هستوګن دی خراب شوی .

د یمن سرچینو پرون د خبرو سرچینو د نوم له ښودلو پرته وویل استعفا شوی ولسمشر عبدربه منصور هادي سخت بیمار دی او په روغتون کښې بستري دی .

په عین حال کښې د یمن یوه (۱) سیاسي فعال منیر الماوري  وویل عبدربه منصور هادي ته په تیرو ورځو کښې د زره ناروغۍ ورپیښه شوي ده او د خپل بدن د کړکیچنو شرایطو په دلیل ونه توانیده د درملنې لپاره امریکا ته ولاړ شي .

هغه وویل د یمن استعفا شوی ولسمشر عبدربه منصور هادي اوس په سم ډول خبرې نشي کولای او د زړه د دریدا له کبله په لاره مزل هم نشي کولای .

عبدربه منصور هادي د ۲۰۱۵ میلادي کال د جنورۍ په درویشتمه (۲۳) نیټه د خالد بحاح په لومړي وزارت  د کابینې له استعفا وروسته له خپل مقام څخه څنګ ته شو .

هغه د ۲۰۱۵ میلادي کال د فرورۍ د میاشتې په یویشتمه (۲۱) نیټه له پلازمینې صنعا څخه د یمن په جنوب کښې عدن سیمې ته وتښتیده او له خپلې استعفا شوي کابینې سره یوځاې کابو پینځه(۵) کاله کیږي چې د ال سعود رژیم تر ملاتړ لاندې په عربستان کښې وسیږي .