د عربستان او د متحده عربي اماراتو ګوډاګیانو نښته وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i90857-د_عربستان_او_د_متحده_عربي_اماراتو_ګوډاګیانو_نښته_وکړه
زمونږ خبریال وايي د یمن سرچینو په جنوب کښې سقطری جزیرې کښې سعودي عربستان ته اړونده د منصور هادي د استعفا شوي حکومت له عسکرو سره متحده عربي اماراتو ته اړونده د جنوب د انتقالي شورا د ځواکونو ترمینځ د نښتې خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 19, 2020 08:33 Asia/Kabul
  • د عربستان او د متحده عربي اماراتو ګوډاګیانو نښته وکړه

زمونږ خبریال وايي د یمن سرچینو په جنوب کښې سقطری جزیرې کښې سعودي عربستان ته اړونده د منصور هادي د استعفا شوي حکومت له عسکرو سره متحده عربي اماراتو ته اړونده د جنوب د انتقالي شورا د ځواکونو ترمینځ د نښتې خبر ورکړ .

د یمن سرچینو نن وویل دغه نښته وروسته له دې وشوه چې د یمن د جنوب د انتقالي شورا ځواکونو په راکټ لانچرو سره د سقطری ولایت په مرکز حدیبو ښار کښې د پلټنې په مرکزونو برید وکړ .

د یمن د انتقالي شورا ځواکونو پرون  له حدیبو سیمې د سعودي عربستان د ګوډاګیانو له شاتګ کولو وروسته دغه سیمه کلابند کړه .

د یمن د جنوب انتقالي شورا چې متحده عربي امارات ورسره مرسته او ملاتړ کوي د روان میلادي کال په  اپریل میاشت کښې په عدن او نورو جنوبي ولایتونو کښې د بیړني حالت په اعلانولو سره کورواکۍ اعلان کړي وه .

ملګروملتونو په یمن کښې له اړونده لورو غوښتي دي چې په جنوب کښې جنګونه پاې ته ورسوي .

سعودي عربستان د امریکا د بریتانیا د متحده عربي اماراتو ، اردن او د اسرائیلو په مرستې او ملاتړ سره له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې د یمن د خلکو پرضد بمباریو او حملو او کلابندۍ ته دوام ورکړی چې له کبله یې تراوسه له شپاړسو زرو (۱۶۰۰۰) زیات کسان مړه ، په لسګونو زره نور ژوبل او په میلیونونو نور کډوال شوي هم دي .