د یمن عسکرو د عربستان پرضد بریدونه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i90982-د_یمن_عسکرو_د_عربستان_پرضد_بریدونه_کړي
فارس خبري اژانس وايي د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع د عربستان د خاورې دننه د حملې جزیات بیان کړل .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 23, 2020 14:35 Asia/Kabul
  • د یمن عسکرو د عربستان پرضد بریدونه کړي

فارس خبري اژانس وايي د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع د عربستان د خاورې دننه د حملې جزیات بیان کړل .

هغه  نن وویل د یمن وسله والو ځواکونو نن سهار د سعودي عربستان د پلازمینې ریاض پرضد د څلورم دفاعي انډوال په نوم ترټولو ستر عملیات اجرا کړل .

یحیی سریع وویل د یمن ځواکونو د څلورم (۴) دفاعي انډول په عملیاتو کښې په ریاض ، جیزان او نجران کښې د سعودي عربستان په دفاع وزارت ، استخباراتو مرکز ، سلمان هوايي ډګر او ځینو پوځي مرکزونو بریدونه وکړل .

د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع وویل دغه پوځي عملیات د قدس او د  ذوالفقار په نوم ګڼ شمیر بلاسټیک او کروز توغندیو او دغه راز په بې پایلوټه الوتکو سره ترسره شوي دي .

هغه وویل د یمن عسکر به د کلابندۍ تر ختمیدا ، د تیریو تر  بندیدا او د خپلواکۍ او د ازادۍ تر تحقق پورې خپل سخت او قوي عملیات اجرا کړي .