د امریکا عسکرو د عراق په حزب الله برید کړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i91050-د_امریکا_عسکرو_د_عراق_په_حزب_الله_برید_کړی
زمونږ خبریال وايي خبري سرچینو نن سهار د عراق د پلازمینې بغداد په الدوره سیمه کښې د ولسي بسیج ځواک الحشد الشعبي تر څارنې لاندې د حزب الله غونډونو په مرکز د امریکا د ترهګرو ځواکونو د برید خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 26, 2020 01:42 Asia/Kabul
  • د امریکا عسکرو د عراق په حزب الله برید کړی

زمونږ خبریال وايي خبري سرچینو نن سهار د عراق د پلازمینې بغداد په الدوره سیمه کښې د ولسي بسیج ځواک الحشد الشعبي تر څارنې لاندې د حزب الله غونډونو په مرکز د امریکا د ترهګرو ځواکونو د برید خبر ورکړ .

د امریکا ترهګرو عسکرو نن سهار وختي د بغداد په الدوره سیمه کښې د عراق د حزب الله غونډونو په مرکز برید سره د دغه غونډ کابو دیارلس (۱۳) غړي  ونیول .

د امریکا عسکرو له کوم ثبوت پرته د عراق د حزب الله غونډونو دغه دیارلس (۱۳) کسان په عراق کښې د امریکا په تاسیساتو او ګټو باندې د حملې لپاره په هڅې تورن کړي دي .

د عراق ټولو مقاومت ډلو د امریکا ترهګرو عسکرو ته څلرویشت (۲۴) ساعته وخت ورکړی دی چې د حزب الله غونډونو غړي دې خوشي کړي .

دغه راز خبرونه وايي چې د عراق د النجبا اسلامي غورځنګ ځواکونو د امریکا له ترهګرو عسکرو سره د مقابلې لپاره د بغداد د شنې سیمې په لور حرکت کړی دی .

د عراق د اصحاف کهف په نوم مقاومت ډلې هم امریکا ته خبرداری ورکړی دی که چیرې د حزب الله غونډونو نیول شوي غړي خوشي نشي نو په بغداد کښې به د امریکا په سفارت حمله وکړي .