د امریکا له دسیسو سره مقابله ضروري ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i91144-د_امریکا_له_دسیسو_سره_مقابله_ضروري_ده
زمونږ خبریال وايي د عراق په پارلمان کښې د قانون دحکومت (دوله القانون) ائتلاف غړي محمد الصیهود د العشد الشعبي ولسي ځواک د کمزوري کولو لپاره د امریکا د هڅې خبر ورکړ او ویې ویل عراق به د امریکا د دا ډول دسیسو په وړاندې چپتیا غوره نکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 30, 2020 07:02 Asia/Kabul
  • د امریکا له دسیسو سره مقابله ضروري ده

زمونږ خبریال وايي د عراق په پارلمان کښې د قانون دحکومت (دوله القانون) ائتلاف غړي محمد الصیهود د العشد الشعبي ولسي ځواک د کمزوري کولو لپاره د امریکا د هڅې خبر ورکړ او ویې ویل عراق به د امریکا د دا ډول دسیسو په وړاندې چپتیا غوره نکړي .

هغه د الحشد الشعبي ځواک په مرکزونو باندې د امریکا د عسکرو په وروستۍ حملې باندې نیوکې سره وویل د امریکا له دا دول دسیسې سره مقابله د عراق ډلو او د  چارواکو لخوا د یوشان پروګرامونو غوره کیدا او مشارکت ته ضرورت لري .

امریکا او صهیونیسټ رژیم په سیمه کښې له ترهګرو ډلو سره په مقابلې کښې د عراق د ولسي بسیج ځواک الحشد الشعبي له بریالیتوبونو وروسته په دغه ځواک د دباو د زیاتولو لپاره هڅې ډیرې کړي دي .

بل خبر دا چې د عراق په شمال کښې د نینوا ولایت د شهیدانو ادارې وویل د موصل او د تلعفر ښارونو ترمینځ یې په «تعدیل» کلي کښې یو ډله ییز قبر موندلی دی چې شپږ سوه (۶۰۰) مړي پکښې ښخ شوي دي .

راپورونه وايي چې دغه شپږ سوه (۶۰۰) کسان داعش ډلې وژلي او بیا یې په ډله ییز قبر کښې ښخ کړي دي .

د عراق ځواکونوو په ۲۰۱۷ میلادي کال کښې موصل ښار له داعش ترهګرې ډلې ازاد کړ او تراوسه په دغه ښار کښې ډیر ډله ییز قبرونه موندل شوي دي .