د لبنان پر هوایی او سمندري حدودو د اسرائیلو ټېری
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i91374-د_لبنان_پر_هوایی_او_سمندري_حدودو_د_اسرائیلو_ټېری
د لبنان فوځ د یوې بیانیې په خپرولو سره وایې چي د صهیونیستي نیواک ګر رژیم د دې هیواد هوایي او سمندري حدودو باندې تېری کړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 09, 2020 11:49 Asia/Kabul
  • د لبنان پر هوایی او سمندري حدودو د اسرائیلو ټېری

د لبنان فوځ د یوې بیانیې په خپرولو سره وایې چي د صهیونیستي نیواک ګر رژیم د دې هیواد هوایي او سمندري حدودو باندې تېری کړې.

د دې راپور پر بنیاد د صهیونیستانو ۶ جنګي بېړۍ د راس الناقوره په سیمه کې د لبنان سمندري حدودو ته ورننوتلي چي په دې اړه سمدلاسه د ملګرو ملتونو د سوله ایزو ځواکونو ته خبر ورکړل شوي دی.

همدارنګه د اسرائیل جنګي الوتکې د لبنان په جنوب کې د بقاع د سیمې هوایي حدودو ته ورننوتي او قوانین یې تر پښو لاندې کړی دی.

د امنیت د شورا د پرېکړه لیک پر بنیاد چي اسرائیلو سره د حزب ا... ۳۳ ورځنی جګړې وروسته په ۲۰۰۶ میلادی کال کې تصویب شو، اسرائیل حق نه لري چي د لبنان په وړاندې کارېدونکې او یرغلیز حرکتونه وکړي خو د اسرائیل نیواک ګر رژیم دغه پرېکړه لیک په متواتر توګه تر پښو لاندې کوي.