د سورئې په باب د کیمیائي وسلو راپور غرضي دی
د کیمیائي وسلو دبندیز د ادارې اجرائي شورا وړمه ورځ دهالینډ په هیګ ښار کې پخپلې غونډې کې د هغه څيړنیز او پيژندونکي ټیم راپور چې د سورئې په حماه ولایت کې په ۲۰۱۷کال کې له کیمیائي وسلو څخه د سورئې د حکومت د استفادې مدعي شوی ، تائيد کړی دی .
روسیا الیوم خبری چینل راپور ورکړی ، د روسیې دخارجه وزارت ویندوئې میرمن ماریا زاخارووا په سورئې کې د کیمیائي وسلو څخه د استفادې په باب دکیمیائي وسلو د بندیز د ادارې دراپور په باب وئيلی دي ، دغه اداره باید د هیوادونو په دوکو کې ورنشي ، چې خپل غرضي او خودغرضه حکمونه پرې وتپي .
میرمن زاخارووا زیاته کې ،که د کیمیائي وسلو دبندیز اداره ددغو هیوادونو اقدامات پاي ته ونه رسوي ، نو ماته به وخوري .
د کیمیائي وسلو دبندیز د ادارې اجرائي شورا وړمه ورځ دهالینډ په هیګ ښار کې پخپلې غونډې کې د هغه څيړنیز او پيژندونکي ټیم راپور چې د سورئې په حماه ولایت کې په ۲۰۱۷کال کې له کیمیائي وسلو څخه د سورئې د حکومت د استفادې مدعي شوی ، تائيد کړی دی .
د کیمیائي وسلو دبندیزادارېهمداراز دسورئې دحکومت په ضد دفضا جوړونې لپارهدمشقته نوي ورځې فرصت ورکړی،چې دخپلوکیمیائي وسلو دساتلو او اندازې په باب دې بشپړمعلومات دغېموسیسې ته ورکړي.
داپه داسې حال کې دي چې دسورئې حکومتی چارواکو په کرتو له کیمیائي وسلو څخه دسورئې دپوځ د استفادې په باب د لویدیځ تورونه غیر واقعي بللي او وئيلي ئې دي ، له کیمیائي وسلو څخه د دمشق داستفادې په باب جعلی سناریو د سورئې په ضد دلویدیځ په تیره بیا د امریاک د دسیسې یوه برخه ده .