له عراقه دامریکائی پوځيانووتل حتمي دي
هیڅوک د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو په وتلو کې د عراقیانو اراده او هوډ باندې سترګې نشي پټولی .
المیادین ټيلیویژني چینل راپور ورکړی ، د عراق د حزب ا... دکنډکونو اطلاعاتي مسئول ابوعلی العسکري پخپل یوه ټولنیز پیغام کې لیکلی دي، امریکایان دې پوهه شي ، چې د دوي د وتلو لپاره فیصله بیرته نه اخستل کیږي او په دې اړه هیڅ سازباز او چنې وهل امکان نه لري .
هغه زیاته کړې هیڅوک د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو په وتلو کې د عراقیانو اراده او هوډ باندې سترګې نشي پټولی .
العسکري ددې خبرې په کولو سره چې امریکایان دزور له ژبې پرته بل په هیڅ شي نه پوهیږي ، ټينګار کړی،د پراخو پوځي اقداماتو لپاره له بشپړ تیارسي سره په یووخت په ولسی ، سیاسی ، رسندوئي او امنیتي دباؤنو سره مقاومت، له عراقه دامریکائی پوځیانو د ویستلو لامل کیږي .
له عراقه دامریکا دترهه ګرو پوځیانو وتل ددغه هیواد دولس اوزیاتره سیاسی ډلو ټپلو یوه ترترټولو مهمه غوښتنه ده .
دعراق پارلیمان هم د جنورۍ په پنځمه نیټه له عراقه د امریکا د ترهه ګرو پوځیانو د وتلو پلان تصویب کړی دی .