آذربایجان ته د صهیونیستي رژیم د فوځي متخصصینو راتګ
د آذربایجان او ارمنستان تر مینځ د سرحدي شخړو په دوام سره ځینو رسنیو په آذربایجان کې د صهیونیستي رژیم فوځي ماهرینو د ځای پر ځای کېدو خبر ورکړي دي.
د ارمنستان د راډیويي شبکې د راپور سره سم، د دواړو هیوادونو تر مینځ په نښتو کې د ارمنستان د فوځیانو له خوا د اسرائیلي بې پیلوته الوتکې له نسکورېدو څخه وروسته د صهیونیستي رژیم فوځي ماهرین آذربایجان ته وررغلي دي.
د صهیونیستي رژیم فوځي ماهرین به د آذربایجان فوځيانو ته روزنه ورکړي تر څو وکولای شي د اسرائیلي بې پيلوتو الوتکو څخه د ارمنستان په ضد کار واخلي پرته له دې چي د ارمنستان د فوځيانو له خوا نسکوره شي.
د ارمنستان فوځ وایی چي په تېرو څو ورځو کې ۱۲ اسرائیلي بې پیلوته الوتکې یې غورځولي دي.
د آذربایجان فوځ د اسرائیلي بې پیلوتو الوتکو څخه کار اخلي چي هره الوتکه یې کابو په ۳۰ میلیونه ډالره رانیولي دي.
د خبر پای/.