دعربستان دپاچا دماڼۍ په شاوخوا کې سختې ډزې شوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i91649-دعربستان_دپاچا_دماڼۍ_په_شاوخوا_کې_سختې_ډزې_شوي
روغتون ته د ملک سلمان د شپې مهال منتقلیدا د کارپيژاندود توجه دجلبیدا لامل شوي ، په دې توګه چې ځینو حکومتي کارکونکو ټولنیزو چینلونو ته وئیلي دي ،په سلطنتي ماڼۍ کې د پرمختللو روغتوني امکاناتو سره سره روغتون ته د ملک سلمان منتقلیدا زیاتې پوښتنې اوشکونه راولاړ کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 22, 2020 02:06 Asia/Kabul
  • دعربستان دپاچا دماڼۍ په شاوخوا کې سختې ډزې شوي

روغتون ته د ملک سلمان د شپې مهال منتقلیدا د کارپيژاندود توجه دجلبیدا لامل شوي ، په دې توګه چې ځینو حکومتي کارکونکو ټولنیزو چینلونو ته وئیلي دي ،په سلطنتي ماڼۍ کې د پرمختللو روغتوني امکاناتو سره سره روغتون ته د ملک سلمان منتقلیدا زیاتې پوښتنې اوشکونه راولاړ کړي دي .

 زمونږخبریال  راپور راکړ ، دآزادۍ  او بدلون غورځنګ  یا د حرکة الحرّیه والتغیر  انټرنیټي سایټ پرون په یوه راپور کې وئيلي  دي ، په ریاض کې په ملک فیصل تخصصي روغتون کې د   عربستان د پاچا ملک  سلمان د بستري کیدا په خبر پسې ، ددغه هیواد په الخزامي کوڅې کې  دسلطنتي ماڼۍ په شاوخوا کې   دسختو ډزو غږونه آوریدل شوي دي .

که څه هم  دعربستان رژیم  دسلطنتي  ماڼۍ په شاوخوا کې  دډزو خبر سنسر کوي ،خو  د دغو نښتو عکسونه  په ټولنیزو چینلونوکې خپرۀ شوي دي .

 له بل پلوه  روغتون  ته د ملک سلمان د شپې مهال منتقلیدا د  کارپيژاندود توجه دجلبیدا لامل شوي ، په دې توګه چې  ځینو حکومتي کارکونکو ټولنیزو چینلونو ته وئیلي دي ،په سلطنتي ماڼۍ کې د پرمختللو روغتوني امکاناتو سره سره  روغتون ته د ملک سلمان منتقلیدا زیاتې پوښتنې اوشکونه راولاړ کړي دي .

داسې ښکاري په عربستان کې شخړې او ترینګلتیاوې ، قدرت ته د رسیدا لپاره د بني سعود په کورنۍ کې  له شخړو سره  اړونده دي  او دملک سلمان بن عبدالعزیز د مرګ په باب  ګونګوسې هم آوریدل کیږي .

Image Caption