عربستان او امارات دې دتیونس په چارو کې ګوتې نه وهي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i91650-عربستان_او_امارات_دې_دتیونس_په_چارو_کې_ګوتې_نه_وهي
جوهر بن مبارک د هغو هیوادونو په وړاندې دیوه سخت اوکوټلي ډيپلوماټيک اوسیاسی دریځ د غوره کولو په ضرورت ټينګار کړی ، چې د تیونس داخلی حالات ئې خراب کړي دي او د هغوي په سر کې عربستان او متحده عربی امارات دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 22, 2020 03:01 Asia/Kabul
  • عربستان او امارات دې دتیونس په چارو کې ګوتې نه وهي

جوهر بن مبارک د هغو هیوادونو په وړاندې دیوه سخت اوکوټلي ډيپلوماټيک اوسیاسی دریځ د غوره کولو په ضرورت ټينګار کړی ، چې د تیونس داخلی حالات ئې خراب کړي دي او د هغوي په سر کې عربستان او متحده عربی امارات دي .

 فارس خبري آژانس راپور ورکړی ،د تیونس د حکومت یوه پخواني چارواکي جوهر بن مبارک ددغه هیواد له  ولسمشر قیس سعید څخه غوښتي،څو په تیونس کې دې داړۍ ګړۍ دپراخولو لپاره د  عربستان او متحده عربی اماراتو  ګوت وهونکي هڅې پاي ته ورسوي او اجازت ورکړي ، چې ددغه هیواد ولس پخپله  د مسئلو دحل لپاره فیصله وکړي .

 جوهر بن مبارک  د هغو هیوادونو په وړاندې دیوه سختاوکوټلي  ډيپلوماټيک اوسیاسی دریځ د غوره کولو په ضرورت ټينګار کړی،چې د تیونس داخلی حالات ئې خراب کړي دي او د هغوي په سر کې عربستان او متحده عربی امارات دي .

 هغه دغه پيغام د تیونس د ولسمشر د هغو څرګندونو په غبرګون کې  ورکړی ،چې د هغه د کار ددریدا د دوام په بڼه کې ئې د تیونس دپارلیمان د ړنګولو د امکان په باب کړي  دي .

 دتیونس ولسمشر ټينګار کړی ؤ چې ددغه کار لپاره قانوني آوزارونه په اختیار کې  لري ،څو د حکومتي اورګانونو د دړې وړې کیدا خنډ شي .