پر سپایکر امریکايي اډې ډرون حمله شوې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i91791-پر_سپایکر_امریکايي_اډې_ډرون_حمله_شوې
عراقي سرچینو په سپایکر نوې امریکايي اډې کښې له دوو چاودنو وروسته وویل چې یو نامعلومه ډرون دغه اډه په توغندیو ویشتې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 28, 2020 03:02 Asia/Kabul
  • پر سپایکر امریکايي اډې ډرون حمله شوې

عراقي سرچینو په سپایکر نوې امریکايي اډې کښې له دوو چاودنو وروسته وویل چې یو نامعلومه ډرون دغه اډه په توغندیو ویشتې ده.

عراقي سرچینو په سپایکر نوې امریکايي اډې کښې له دوو چاودنو وروسته وویل چې یو نامعلومه ډرون دغه اډه په توغندیو ویشتې ده.

د عراق الاخباریه ویب سایټ او ځینو نورو رسنیو په یو بیړني خبر کښې ویلي چې د سپایکر په نامه د امریکې پوځي اډه د نامعلومې بې پایلټه الوتکې له حملې سره مخ شوې ده.

په عین حال کښې السومریه نیوز ویب سایټ بیګا ناوخته د امنیتي سرچینو له قوله یو خبر کښې ولیکل چې په سپایکر اډې کښې شوې چاودنې د مهماتو د ځینو ډبو د چاودیدو په وجه رامینځته شوې چې له امله یې اور هم ولګیده.

دغه سرچینه وايي چې د اور وژنې څلور ټیمونه سمدستي د پيښې ځاې ته واستول شول او اور یې مړ کړ.

په عین حال کښې عراقي سرچینو تیره شپه په التاجي اډې باندې هم د پنځو توغندیو د لګیدو خبر ورکړی.