په نیواکي ټاټوبو کښې د بنیامین نتانیاهو سختې ورځې :-
صهیونیسټ اعتراض کونکو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پرضد نوي اقدام کښې د وروستۍ ماښامنۍ ډوډۍ د ماکټ په چوکاټ کښې له لومړي وزارت څخه د هغه د استعفا غوښتنه وکړه .
بنیامین نتانیاهو له ۲۰۰۹ میلادي کال راهسې تراوسه پورې د اسرائیلو لومړی وزیر دی .
د امریکا د حکومت د هراړخیزه ملاتړونو په سیوري کښې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو تر دوه زره نولسم (۲۰۱۹) میلادي کال پورې عملا په واک کښې د پاتې کیدا لپاره چنداني مشکل نه درلود او له هیڅ قوي سیال پرته یې د لومړي وزارت څوکۍ پرغاړه لرله او کابینه یې جوړوله .
خو له دوه زره نولسم (۲۰۱۹) میلادي کال راهسې په نیواکي ټاټوبو کښې سیاسي حالات چندانې د لومړي وزیر نتانیاهو له ګروهنې سره سم مخ ته لانه ړل او هغه په تیره یوه (۱) میاشت کښې له بل هر وخت څخه زیات له قدرت څخه د لیرې کیدا په درشل کښې ورغلی دی او د هغه د نسکوریدا احتمال زیات شوی هم دی .
که څه هم نتانیاهو د کورونا ویروس خپریدل د ځان پرضد د خلکو د تر ټولو سترو غونډو د ترسره کیدا او د ولسي دباونو د زیاتیدا عامل ګڼي خو کورونا ناروغۍ یوازې د اعتراضونو وزن ډیر کړی دی او د لومړي وزیر له واک څخه د څنګ ته کیدا لپاره یې د اعتراض کونکو جدیت ورزیات کړی دی .
له کورونا ویروس سره په مقابلې کښې د لومړي وزیر نتانیاهو د کابینې د بې وسۍ په وجه اقتصادي مشکلات زیات شوي دي او دغه مشکلات په تیره بیا له تیر کال راهسې چې صهیونیسټ رژيم له سیاسي کړکیچ سره مخ و موجود وو .
د مالي فساد څلور(۴) دوسیې هم له تیرو کلونو راهسې موجودې دي .
په حقیقت کښې هغه څه چې په نیواکي ټاټوبو کښې د نتانیاهو د سیاسي موقعیت د ډیرې لړزانتیا سبب شوي په عمومي ګټو باندې د لومړي وزیر نتانیاهو شخصي ګټو ته ترجیح ورکول او د خلکو په عمومي هیلو باندې سترګې پټول دي .
د اسرائیلو خلک د اخري ماښامنۍ ډوډۍ د ماکټ یعني انځور په لاسونو کښې لیږدولو سره باوري دي نتانیاهو د خپل قدرت د پړاو ختمیدا ته رسیدلی دی .
نتانیاهو د خپلې ولسي اډانۍ په لاسه ورکولو سربیره د ځان پرضد د لیکوډ ګوند په جوړښت کښې د خپګان د زیاتیدا کتونکی هم دی ځکه چې د لیکوډ ګوند موقعیت د لومړي وزیر نتانیاهو د کړچار له کبله په خطر کښې الویدلی دی .
د اسرائیلو راډیو د نوي نظر سنجې پراساس د لیکوډ ګوند موقعیت په تیرو دوو (۲) میاشتو کښې د لسو (۱۰) څوکیو په له لاسه ورکولو سره په چټکۍ سره د ځوړتیا په حال کښې دی .
د دغه نظر سنجې پراساس لیکوډ ګوند په داسې حال کښې چې د روان میلادي کال د مي د میاشتې په اوویشتمه (۲۷) نیټه یې د پارلمان یوڅلویښت(۴۱) څوکۍ په لاس کښې لرلې په نوي نظر سنجې کښې یوازې یودیرش (۳۱) څوکۍ ترلاسه کوي .
دغه حالت ته په پام سره داسې ښکاري د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو سختې ورځې حتی نورې هم سختې شوي ځکه چې په خلکو سربیره د لیکوډ ګوند غړي هم د دغه ګوند له مشرۍ څخه د هغه لیرې کولو او په دوام کښې له لومړي وزارت څخه د هغه د څنګ ته کولو غوښتونکي دي .
د صهیونیسټ رژيم « عاروتص شو» اینټرنیټ پاڼې په یوه (۱) راپور کښې ولیکل د لیکوډ ګوند چې نتانیاهو یې مشرۍ پرغاړه لري پخواني او اوسني چارواکي د دغه ګوند له مشرۍ څخه د نتانیاهو د څنګ ته کولو او د هغه پرضد د بل کوم کس د کینولو لپاره د موافقې په حال کښې دي .
د اسرائیلو د لیکوډ ګوند نامتو چارواکي وايي نتانیاهو د دغه ګوند او دغه راز د اسرائیلو د ښي پال ائتلاف هدفونه پریښودلي دي چې د مالي فساد د دوسیو په شمول په خپلو شخصي مسائیلو غور وکړي .
د اهمیت وړ ټکی د اعتراضونو زیاتیدا ته د نتانیاهو غبرګون دی .
د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو ملاتړو په اعتراض کونکو برید وکړ او یوشمیر کسان یې ژوبل کړل .
دغه غبرګون سبب شو چې د صهیونیسټ رژیم په پارلمان کښې د حکومت د مخالفو ګوند مشر او د «یش عاتید» ګوند مشر «یائیر لاپیډ» وویل د لومړي وزیر نتانیاهو لاسونه د اعتراض کونکو په وینو ککړ دي او په تل اویو کښې د تاوتریخوالي او د وینې د تویدا مسول نتانیاهو او د هغه ګوډاګیان دي .
لاپیډ خبرداری ورکړ د لومړي وزیر نتانیاهو کړچاري بیلګه سبب کیږي چې اسرائیل د کورني جنګ په لور حرکت وکړي .