په عراق کې وارمخکې پارلیماني انتخابات ترسره کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i91894-په_عراق_کې_وارمخکې_پارلیماني_انتخابات_ترسره_کیږي
د عراق وروستي پارلیماني انتخابات د ۲۰۱۸ د مئ په دولسمه نیټه ترسره شوي چې د انتخاباتي درغلیو او خلاف ورزیو په باب له پراخو نیوکو سره مخامخ شوي وو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 01, 2020 00:48 Asia/Kabul
  • په عراق کې وارمخکې پارلیماني انتخابات ترسره کیږي

د عراق وروستي پارلیماني انتخابات د ۲۰۱۸ د مئ په دولسمه نیټه ترسره شوي چې د انتخاباتي درغلیو او خلاف ورزیو په باب له پراخو نیوکو سره مخامخ شوي وو .

سومریه نیوز خبری سایټ راپور ورکړی ،  دعراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي پرون ناوخته په ټيلیویژني وینا کې  وئيلي دي ،ددغه هیواد  وارمخکې پارلیماني انتخابات به  د ۲۰۲۱کال د جون په شپږمه نیټه  ترسره شي .  هغه ژمنه کړې  انتخابات به په عادلانه ،شفات  او د لورو له دخالت پرته ترسره شي .

 دعراق لومړي وزیر  ددې خبرې په کولو سره چې  د هغه  حکومت په تیرو دوو میاشتنیو فعالیتونو کې  له ډيرو خنډونو سره مخامخ دی ،خو پر اصلي موخو متمرکز شوی ،زیاته کړې ده ،  د هیواد د شخړو او ترینګلتیاؤ دختمولولپاره به خپلې درستې هڅې وکاروي .

  د عراق  وروستي پارلیماني انتخابات د ۲۰۱۸ د مئ په دولسمه نیټه ترسره شوي  چې   د انتخاباتي درغلیو او خلاف ورزیو  په باب  له پراخو نیوکو سره مخامخ شوي  وو .

 دغه انتخابات  د هغو اعتراضونو په دلیل چې  شته وو ،  په نهایت کې د  اکتوبر په لومړۍ نیټه   د پراخو واټیزو اعتراضونو لامل شول  چې په نتیجې کې  په ترینګلتیاؤ پسې د عادل  عبدالمهدي  حکومت هم استعفی ورکولو ته اړ شو .