په عراق کې وارمخکې پارلیماني انتخابات ترسره کیږي
د عراق وروستي پارلیماني انتخابات د ۲۰۱۸ د مئ په دولسمه نیټه ترسره شوي چې د انتخاباتي درغلیو او خلاف ورزیو په باب له پراخو نیوکو سره مخامخ شوي وو .
سومریه نیوز خبری سایټ راپور ورکړی ، دعراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي پرون ناوخته په ټيلیویژني وینا کې وئيلي دي ،ددغه هیواد وارمخکې پارلیماني انتخابات به د ۲۰۲۱کال د جون په شپږمه نیټه ترسره شي . هغه ژمنه کړې انتخابات به په عادلانه ،شفات او د لورو له دخالت پرته ترسره شي .
دعراق لومړي وزیر ددې خبرې په کولو سره چې د هغه حکومت په تیرو دوو میاشتنیو فعالیتونو کې له ډيرو خنډونو سره مخامخ دی ،خو پر اصلي موخو متمرکز شوی ،زیاته کړې ده ، د هیواد د شخړو او ترینګلتیاؤ دختمولولپاره به خپلې درستې هڅې وکاروي .
د عراق وروستي پارلیماني انتخابات د ۲۰۱۸ د مئ په دولسمه نیټه ترسره شوي چې د انتخاباتي درغلیو او خلاف ورزیو په باب له پراخو نیوکو سره مخامخ شوي وو .
دغه انتخابات د هغو اعتراضونو په دلیل چې شته وو ، په نهایت کې د اکتوبر په لومړۍ نیټه د پراخو واټیزو اعتراضونو لامل شول چې په نتیجې کې په ترینګلتیاؤ پسې د عادل عبدالمهدي حکومت هم استعفی ورکولو ته اړ شو .