دسورئې نوي پارلیمان خپل کار پیل کړ
سورئې په تیرو لسو کلونو کې یوځل د ولسمشرۍ ، درې ځله پارلیماني او همداراز دوه ځله د ښار اوکلو دشوراګانو انتخاباتو پشمول شپږ ځله ا نتخابات ترسره کړي دي .
فارس خبری آژانس راپورورکړ د سورئې نوي پارلیمان چې د د انتخاباتو د دریم پړاؤ په اساس ، په دغه هیواد کې له ترینګلتیاؤ وروسته جوړ شوی ، ، خپل کار پرون پیل کړی او د پارلیمان نوو غړو هم سوګند پورته کړ .
عبدالحمید اسعد الظاهر چې د سورئې د نوي پارلیمان ترټولو زیات عمر لرونکی غړی دی ، د پارلیمان د اساسنامې په اساس د رئیسه پلاوي تر ټاکل کیدا پورې به د پارلیماني غونډې مشري په غاړه ولري .
دسورئې د پارلیمان( مجلس الشعب) انتخابات د جولائي په نولسمه نیټه ترسره شوي او د سورئې ولس په دغو انتخاباتو کې په ګډون سره له یو زر شپږ سوه شپږ پنځوس انتخاباتي کاندیدانو څخه خپل دوه سوه پنځوس پارلیماني استازي وټاکل .
سورئې په تیرو لسو کلونو کې یوځل د ولسمشرۍ ، درې ځله پارلیماني او همداراز دوه ځله د ښار اوکلو دشوراګانو انتخاباتو پشمول شپږ ځله ا نتخابات ترسره کړي دي .