امارات د مسجدالاقصی په چارو کښې د لاسوهنې حق نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i92601-امارات_د_مسجدالاقصی_په_چارو_کښې_د_لاسوهنې_حق_نه_لري
د الاقصی جومات خطیب د اماراتو او صهیونیسټي رژیم ترمینځ د شوې موافقې او په مسجدالاقصی کښې د تلمودي مراسمو د ترسره کولو لپاره صهیونیسټانو ته د اجازې د ورکړې په غبرګون کښې وویل: امارات د دې جومات په چارو کښې د دخالت او تصرف حق نه لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 01, 2020 03:06 Asia/Kabul
  • امارات د مسجدالاقصی په چارو کښې د لاسوهنې حق نه لري

د الاقصی جومات خطیب د اماراتو او صهیونیسټي رژیم ترمینځ د شوې موافقې او په مسجدالاقصی کښې د تلمودي مراسمو د ترسره کولو لپاره صهیونیسټانو ته د اجازې د ورکړې په غبرګون کښې وویل: امارات د دې جومات په چارو کښې د دخالت او تصرف حق نه لري.

د الاقصی جومات خطیب د اماراتو او صهیونیسټي رژیم ترمینځ د شوې موافقې او په مسجدالاقصی کښې د تلمودي مراسمو د ترسره کولو لپاره صهیونیسټانو ته د اجازې د ورکړې په غبرګون کښې وویل: امارات د دې جومات په چارو کښې د دخالت او تصرف حق نه لري.

شیخ عکرمه صبري پرون زیاته کړه: هیڅ کس د مسجد الاقصی د خاورې حتی په یوې ذرّې باندې د سترګو پټولو حق نه لري او دا څه چې په رسنیو کښې غیرمسلمو او د نورو دینونو منونکو ته په مسجدالاقصی کښې د مراسمو د ترسره کولو د اجازې د ورکړې په هکله ویل کیږي، دروغ او باطل دي.