د فلسطین خارجه وزارت د ډونالډ ټرمپ بیانیه وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i92715-د_فلسطین_خارجه_وزارت_د_ډونالډ_ټرمپ_بیانیه_وغندله
العالم ټيلي ويژن راپور ورکړ د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت په نیواکي قدس کې د سفارتونو له پرانیستلو سره د صربستان او د کوسوو هیوادونو د موافقت په هکله د امریکا د ولسمشر ټرمپ بیانیه وغندله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 06, 2020 09:48 Asia/Kabul
  • د فلسطین خارجه وزارت د ډونالډ ټرمپ بیانیه وغندله

العالم ټيلي ويژن راپور ورکړ د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت په نیواکي قدس کې د سفارتونو له پرانیستلو سره د صربستان او د کوسوو هیوادونو د موافقت په هکله د امریکا د ولسمشر ټرمپ بیانیه وغندله .

د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت په یوې (۱) خبر پاڼې کې وویل د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت له بیلابیلو هیوادونو د کلنګ د اخیستلو لپاره له خپل نفوذ څخه استفاده کوي چې له صهیونیسټ رژیم او د اسرائیلو له سیاستونو په هراړخیزه ملاتړ کښې خپل بهرنی سیاست په نورو هیوادونو باندې وروتپي .

د فلسطین د خارجه وزارت بیانیه وايي په نیواکي قدس کښې د سفارتونو د پرانیستلو لپاره د صربستان او د کوسوو هیوادونو اقدام د فلسطین د ملت په حقوقو باندې د نه توجیه وړ او ښکاره تیري په معنا دی .

د فلسطین خارجه وزارت په نیواکي قدس کښې د سفارتونو د پرانیستلو لپاره د صربستان او د کوسوو د حکومتونو د رسمي توضیح غوښتنه وکړه .