د خاشقجي د قتل د مجرمانو حکم صادر شو
د عربستان څارنوالۍ په سعودي رژیم باندې د نیوکه کونکي خبریال جمال خاشقجي د وژلې د دوسیې د مجرمانو لپاره وروستي او فاینل احکام صادر کړل او هغه یې لازم الاجرا وبلل.
سعودي څارنوالۍ پرون په یوه خبرتیا کښې وویل: د جمال خاشقجي د قتل د جرم خصوصي اړخ د هغه د کورنۍ له خوا په بخښنې سره پاې ته ورسید او د جرم د عمومي اړخ په لړ کښې پنځه تنه محکومان په شل شل کاله بند، یو کس په اووه کاله او دوه تنه هم په لس لس کاله زندان محکوم شوي دي.
د خاشقجي اولادونو د خپل پلار قاتلان په داسې حال کښې بخښلې دي چې د هغه له وژل کیدو راهیسې يې له سعودي عربستانه د وتلو اجازه نه درلودله.
د جمال خاشقجي د دوسیې د محکومانو لپاره دغه احکام په داسې حال کښې صادر شوې دي چې د بشري حقوقو زیاتره ټولنې سعودي ولیعهد محمد بن سلمان او هغه ته دوه ډیر نزدې کسان یعنې سعود القحطاني او احمد عسیري په دغه قتل تورن ګڼي خو دغه درې واړه کسان تراوسه هیڅ کومې محکمې ته نه دي وړاندې شوې.