مقاومت له نیواکګرو سره د مقابلې تر ټولوغوره ټاکنه ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i92806-مقاومت_له_نیواکګرو_سره_د_مقابلې_تر_ټولوغوره_ټاکنه_ده
د حماس غورځنګ دسیاسی دفتر مشر ټينګار کړ ی ، امریکایان په هره روده چې وي ، د فلسطین د موضوع په نابودولو او هیرولو پسې دي ،خو فلسطینانو هڅه د دصهونیسټي دښمن د رواوالي سلبول او له دغه نیواکګر او وحشي رژيم سره د اړیکو دعادي کولو د دوام مخنیوی دی . .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 09, 2020 07:53 Asia/Kabul
  • مقاومت له نیواکګرو سره د مقابلې تر ټولوغوره ټاکنه ده

د حماس غورځنګ دسیاسی دفتر مشر ټينګار کړ ی ، امریکایان په هره روده چې وي ، د فلسطین د موضوع په نابودولو او هیرولو پسې دي ،خو فلسطینانو هڅه د دصهونیسټي دښمن د رواوالي سلبول او له دغه نیواکګر او وحشي رژيم سره د اړیکو دعادي کولو د دوام مخنیوی دی . .

زمونږخبریال راپور راکړ د  فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ دسیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیّه بیګا د لبنان له المینار ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې  د فلسطین دملت په ضد دمتحدع عربی اماراتو د واکوالانو  خائن اقدام ته په اشارې سره وئيلي دي امارات له صهیونیسټي دښمن سره  داړیکو د عادي کولو لپاره هیڅ توجیه نه لري  او دا موافقه  یوازې د  امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ  او صهیونیسټي لومړ ي  وزیر بین یامین نتن یاهو  دخدمت لپاره  ده .

 دحماس غورځنګ دسیاسی دفتر مشر  ددې خبرې په کولو سره چې  فلسطینیان دې د لویدیځي غاړې د نیواک، ښارګوټو جوړونې پشمول د نیواکګر صهیونیسټي رژيم  له پلانونو او له نورو اسلامی هیوادونوس ره  د اړیکو له عادي کولو سره دمقابلې   لپاره ملی سټراټژي غوره کړي  ، زیاته کړې ده ،  حماس مبارز غورځنګ  د غزې اولویدیځي غاړې  ترمینځ دداخلي اختلافاتو او ډل بندۍ د ختمولو  او د پې ایل او د فعالولو  او د ولسی مقاومت  په پیاوړتیا مشتمل  دملي پلان په برابرولو بوخت دی . 