د یمن انصار الله د ابوظهبۍ اقدام وغاند
زمونږ خبریال وايي د یمن انصار الله غورځنګ له صهیونیسټ رژیم سره د متحده عربي اماراتو د اړیکو د عادي کولو په هکله د عربو اتحادیې چپتیا وغندله .
انصار الله غورځنګ پرون وویل له صهیونیسټ رژیم سره د متحده عربي اماراتو له اړیکو سره د عربو اتحادیې مخالفت نه کولو هغه ارزښت او مقام چې دغه اتحادیې په عربو ملتونو کښې درلود له لاسه ورکړ .
د یمن انصار الله غورځنګ له صهیونیسټ رژیم سره د متحده عربي اماراتو د موافقې په غندلو کښې د فلسطین د پریکړه لیک له مسودې سره د عربو اتحادیې مخالفت د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو د نفوذ په دایرې کښې د دغه اتحادیې وروستل وبلل .
د عربو اتحادیې د تیرې چهارشنبې ورځې په غونډې کښې د صهیونیسټ رژيم او د متحده عربي اماراتو د اړیکو له عادي کیدا سره په مخالفت کښې د فلسطین پلان ونه منل شو .