له وادی عربه اوکیمپ ډیویډسره د ابراهم موافقې توپیرونه
دغه توپیرونه په ښکاره ډول ښی چی د ابراهام موافقې د اماراتو او بحرین لپاره هیڅ بریا نده درلودلی او اسراییل د دغې موافقې اصلی ګټونکې دې .
عربی هیوادونو تراوسه له صیهونیسټ رژیم سره د ساز باز درې موافقې لاسلیک کړی دي چی وروستۍ موافقه یې په ابراهام مشهوره ده چی د ستمبر په ۱۵ په سپینې ماڼۍ کې ترسره شوه . په دغو دریو موافقو کې مهم توپیرونه موجود دي .
بحرین او اماراتو د ستمبر په ۱۵ له صیهونیسټ رژیم سره د ابراهم موافقه لاسلیک کړه . دغه موافقه له صیهونیسټ رژیم سره د عربی هیوادونود ساز باز دریمه موافقه ده . البته د اوسلو موافقه هم د صیهونیسټ رژیم او فلسطین عربی هیواد ترمینځ لاسلیک شوه ، خو ابراهم ، کیمپ ډیویډ او وادی عربه له هیهونیست رژیم سره د ثالث هیوادونو موافقې دي چی د فلسطین پر موضوع اغیز شیندی .
د دغو دریو موافقو شباهت او ورته والې په دې کې دې چی امریکا په درې واړه موافقو کې رول لوبولې دی . پر دې سربیره دغه موافقې د میلادی کال په دوهمه نیمایی کی ترسره شوی دی . کیمپ دیویډ د ۱۹۷۸ کال د ستمبر په ۱۷ ، د وادی عربه موافقه د ۱۹۹۴ کال د اکتوبر په ۲۶ او د ابراهام موافقه د ۲۰۲۰ میلادی کال په ستمبر کې لاسلیک شوی ده . د دغو دریو موافقو توپیر او علتونه اهمیت لري .
لومړې توپیر دا دې چی کیمپ ډیویډ په داسې شرایطوکی لاسلیک شوه چی له دې مخکې له صیهونیسټ رژیم سره د مصر او اردن جنګ وواو مصر او اردن په تقریبا هرو څلورو جنګونو چی په ۱۹۴۸ ،۱۹۵۶، ۱۹۶۷ او ۱۹۷۳ کې شوی وو ، له صیهونیسټ رژیم ماته خولی وه . دا په داسې حال کی دی چی امارات او بحرین نه یوازې له صیهونیسټ رژیم سره هیڅ جنګ ندې درلودلې بلکې لورو ترمینځ سوله ایزې پټې اړیکی هم موجود وې .
دوهم توپیر دا دې چی مصر او اردن په داسې حال کی له صیهونیست رژیم سره د کیمپ ډیویډ او وادی عربه تړونونه لاسلیک کړی دي چی له نیواکی ټاټوبیو سره یې ګډې پولې او جغرافیایی اختلافات درلودلی دي ، خو بحرین او امارات له صیهونیسټ رژیم هیڅ ګډه پوله نلری او هغو ترمینځ ډیر جغرافیایی واټن دې .
دریم توپیر دا دې چی ئپه کیمپ دیویډ او وادی عربه کې د نیواکی ټاټوبیو ځینې برخې ازادې شوې . مصر په کیمپ ډیویډ کې د اسراییلو په رسمیت پیژندلو په وړاندې په شپږورځنی جنګ کی نیول شوی سینا دښته بیرته ترلاسه کړه . اردن په وادی عربه کې دوې سیمې الباقوره او اغمر چی مخکې اسراییلو نیولی وې ، ۲۵ کاله دغه رژیم ته په اجاره اوکرایې ورکړې اویو ډول یې هغه د صیهونیسټ رژیم له نیواکه ازادې کړې . د ۲۰۱۹ میلادی کال په نومبر کې هم د دغې اجارې موده پاې ته ورسیده او د اردن حکومت د هغې پاې اعلان کړه .
له صیهونیست رژیم سره د اماراتو او بحرین په موافقه کې د نیواکی ټاټوبی هیڅ برخه ازاده نه شوه او د لویدیځې غاړې د الحاق د طرحې د درولو په اړه د اماراتو ادعا هم هغه دروغ وو چی پخپله نتانیاهو په ډاګه هغه رد کړل .
څلورم فرق دا دې چی د کیمپ دیویډ او وادی عربه موافقې د امریکا د دیموکراتو ولسمشرانو په وخت کې لاسلیک شوې . کیمپ دیوډ د جیمی کارټر او وادی هربه هم د بیل کلنټن په وخت کې ، چی دواړه ډیموکراټان وو او د فلسطین دولت له جوړیدا یې ملاتړ کاوه . له صیهونیست رژیم سره د بحرین او اماراتو د ساز باز موافقه د جمهوری غواړی ولسمشر ټرمپ په وخت کې ترسره شوه چی د ۲۰۲۰ کال له لومړیو یې د پیړۍ معاملې د طرحې مخه کتنه وکړه ، هغه طرحه چی ټوله د فلسطین ضد ده او حتی د ختیځ قدس په پلازمینې د یوه فلسطینی حکومت په جوړولو هم باور نلری او قدس یې په بشپړه صیهونیسټ رژیم ته سپارلې دې .
دغه توپیرونه په ښکاره ډول ښی چی د ابراهام موافقې د اماراتو او بحرین لپاره هیڅ بریا نده درلودلی او اسراییل د دغې موافقې اصلی ګټونکې دې .