د عراق خارجه وزیر:
داعش د قواؤ په تازه کولو لګیا دی
د عراق د بهرنیو چارو وزیر خبردارې ورکړ چې داعش ترهګره ډله په عراق کښې یوځل بیا د خپلو قواؤ په برابرولو اخته ده.
فواد حسین چې پاریس ته په سفر تللې دی، پرون العربیه چینل ته په یوه مرکه کښې د داعش ترهګرې ډلې او ورپورې د اړوندو عناصرو د وروستي وضعیت په هکله خبرې وکړې.
د عراق د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د موجودو شواهدو له مخې داعش ترهګرې ډلې په عراق کښې د ځواکونو بیا برابرولو ته مخه کړې او په دې هیواد کښې د یادې ډلې له خوا یوځل بیا د عملیاتو د پيلیدو امکان شته دی.
د عراق خارجه وزیر هم داشان وویل چې حکومت کلک هوډ کړې چې په ټول عراق کښې موجودې وسلې راټولې کړي.
فواد حسین په دې خبرې سره چې په عراق کښې د داعش ډلې نیول شوي ډیر ترهګر د اروپايي هیوادونو خلک دي او خپل هیوادونه یې نه قبلوي، د داعشي ترهګرو د سزا د کمولو لپاره د ځینو اروپايي هیوادونو په صلاح مشورو نیوکه وکړه.