د عراق عسکرو د ترهګرو پرضد عملیات ترسره کړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i93155-د_عراق_عسکرو_د_ترهګرو_پرضد_عملیات_ترسره_کړل
زمونږ خبریال وايي د داعش ترهګرو د له مینځه وړلو لپاره د عراق د امنیتي ځواکونو او د الحشد الشعبي ولسي ځواک ګډ عملیات پیل شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 25, 2020 03:59 Asia/Kabul
  • د عراق عسکرو د ترهګرو پرضد عملیات ترسره کړل

زمونږ خبریال وايي د داعش ترهګرو د له مینځه وړلو لپاره د عراق د امنیتي ځواکونو او د الحشد الشعبي ولسي ځواک ګډ عملیات پیل شول .

د عراق الحشد الشعبي ولسي ځواک د پوځ له عسکرو او د چټک غبرګون له ځواک سره یوځاې پرون د داعش ترهګرو له نیواک څخه د صلاح الدین ولایت د امرلي ښار د پاکولو لپاره له دریو (۳) چورلیزونو د پلټنې عملیات پیل کړل .

الحشد الشعبي ځواکونو دغه راز د عراق د موصل په جنوب کښې په کنعوس جزیرې کښې د نفوذ لپاره د داعش ترهګرو هڅه ناکامه کړه .

په عین حال کښې الحشد الشعبي او نور امنیتي ځواکونه بریالي شول په الانبار ولایت کښې د داعش ترهګرې ډلې درې پټنځایونه تباه کړي .