د سوریې خلکو د امریکا او د ترکیې پرضد غونډه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i93172-د_سوریې_خلکو_د_امریکا_او_د_ترکیې_پرضد_غونډه_وکړه
د سوریې سانا خبري اژانس راپور ورکړی د دغه هیواد په شمال ختیځ کښې د الحسکه ولایت د یوشمیر سیمو خلکو په غونډې جوړولو سره له خپل هیواد څخه د امریکا او د ترکیې د عسکرو د وتلو غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 26, 2020 01:13 Asia/Kabul
  • د سوریې خلکو د امریکا او د ترکیې پرضد غونډه وکړه

د سوریې سانا خبري اژانس راپور ورکړی د دغه هیواد په شمال ختیځ کښې د الحسکه ولایت د یوشمیر سیمو خلکو په غونډې جوړولو سره له خپل هیواد څخه د امریکا او د ترکیې د عسکرو د وتلو غوښتنه وکړه .

د  سوریې د الحسکه ولایت د «القامشلي» سیمې په خوا کښې د  «تل سطیح »کلي خلکو د غونډې په ترسره کولو سره د سوریې د ملت پرضد د امریکا ظالمانه او تپلي بایکاټونه وغندل .

غونډه کونکو دغه راز د ترهګرۍ په له مینځه وړلو کښې د سوریې له پوځ څخه په ملاتړ ، د امریکا د ترکیې او دصهیونیسټ رژیم لخوا د خپل هیواد د شتمنیو د چورتالان کولو لپاره  له نیواکګرانو سره په مقابلې کښې د سوریې د بچیانو د صفونو د پیاوړتیا په ضرروت ټینګار وکړ .

د سوریې د شمال او ختیځ سیمې تراوسه په ځلونو د ترکیې د پوځ د خوځښتونو او د سوریې پرضد د امریکا د نویو بایکاټونو او د نیواکګرۍ پرضد د ډیرو مظاهرو د ترسره کیدا کتونکي دي .