عرب خبریالان دي خپل تریبیون صهیونیستي رژیم ته ورنکړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i93388-عرب_خبریالان_دي_خپل_تریبیون_صهیونیستي_رژیم_ته_ورنکړي
د حماس د جهادي غورځنګ ویاند د صهیونیستي رژیم د جنګ وزیر ته د تریبیون ورکولو د امله پر عربي خبریالانو باندې نیوکه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 06, 2020 15:12 Asia/Kabul
  • عرب خبریالان دي خپل تریبیون صهیونیستي رژیم ته ورنکړي

د حماس د جهادي غورځنګ ویاند د صهیونیستي رژیم د جنګ وزیر ته د تریبیون ورکولو د امله پر عربي خبریالانو باندې نیوکه وکړه.

د سعودي عربستان، امارات او بحرین خبریالان د یکشنبې په ورځ د انټرنیټ په مت د صهیونیستي رژیم د جنګ له وزیر سره مرکې وکړې.

د فارس د خبري اژانس د راپور سره سم، د حماس ویاند حازم قاسم وویل: د صهیونیستي رژیم د جنګ وزیر بنی ګانتز د فلسطیني وګړو قاتل دی او جنګي جنایتکار دی.

قاسم دې ته په اشارې سره چي د عرب خبریالانو لپاره دا ډېره بده خبره وه چي د صهیونیستي رژیم خبرې نشر کړي وویل: دا د فلسطین د ولس د روایت سره توپیر لري او د صهیونیستي رژیم د دروغجني قیصې په ګټه ختمیږي.

امارات او بحرین د صهیونیستي رژیم سره د موافقې تر لاسلیکولو وروسته چي په سپینه ماڼۍ کې د ټرامپ او نتانیاهو په شتون سره تر سره شو د اسرائیلو سره د ډیپلماټیکي اړیکو د رغولو خبر ورکړ.