ملګروملتو او اروپائي اتحادئې دصهیونیسټانوښارګوټوجوړول غیرقانوني وبلل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i93578-ملګروملتو_او_اروپائي_اتحادئې_دصهیونیسټانوښارګوټوجوړول_غیرقانوني_وبلل
اروپائي اتحادیه هیڅکله هم د قدس په شمول له ۱۹۶۷کال څخه په مخکې پولو کې د بدلون رامینځةکول په رسمیّت نه پيژندي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 16, 2020 11:07 Asia/Kabul
  • ملګروملتو او اروپائي اتحادئې دصهیونیسټانوښارګوټوجوړول غیرقانوني وبلل

اروپائي اتحادیه هیڅکله هم د قدس په شمول له ۱۹۶۷کال څخه په مخکې پولو کې د بدلون رامینځةکول په رسمیّت نه پيژندي .

ایرنا خبری آژانس راپورو رکړ دلویدیځي آسیا په چارو کې د ملګروملتو غږملونکي نیکلاي ملاډینوف  بیګا  په یولړ څرګندونو کې داردن سین په لویدیځي غاړې کې د نورو څه دپاسه څلور زره هستوګنو کورونو د جوړولو لپاره د صهیونیسټي رژيم  پلان ته په اشارې سره وئیلي دي ، په نیواکي فلسطینیو ټاټوبو کې  داسرائيلو  ښارګوټو جوړول ،له نړیوالو قوانینو سره  په تضاد کې دي .

 ملاډینوف دفلسطینیانو په ټاټوبي کې د صهیونیسټيرژيم د ښارګوټو د جوړولو په دوام په سختو نیوکو سره له دغه رژيمه غوښتي، دښارګوټو جوړول دې ودروي .

 همدرااز د اروپائي اتحادئې د بهرنی سیاست مسئول جوزف بورل هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره ټینګار کړی،په لویدیځي غاړې کې د یهودیانو د دیره کولو لپاره دپنځه زره هستوګنې کورونو د جوړولو لپاره د اسرائیلو پروګرام د دوو هیوادونو دحل لارې په چوکاټ کې د فلسطیني هیواد درامینځةکولو لپاره یو ګواښ دی .هغه ددې خبرې په کولو سره چې د ښارګوټو جوړول د نړیوالو قوانینو په اساسغیرقانوني ده،زیاته کړې ده ،اروپائي اتحادیه  هیڅکله هم د قدس په شمول له ۱۹۶۷کال څخه په مخکې پولو کې د بدلون رامینځةکول په رسمیّت نه پيژندي .