له حشد الشعبی د عراقیانو سیاسی او ولسی ملاتړ
دکردستان د دیموکراټ ګوند لوړ رتبه غړی هوشیار زیباری په وروستیو کې د دې په ترڅ کې چی په اربیل کې یې د امریکا د اډو پرضد حمله په حشد الشعبی پورې وتړله ، په سپکونکیو څرګندونو کې وویل دغه ډلې هماغه ډول چی داعش په بغداد او اربیل حمله کوله ، په دوی حمله کوی
د عراق حشد الشعبی ته د کردستان د دیموکراټ ګوند دلوړ رتبه غړی سپکاوې له پراخو سیاسی غبرګونونو ، ولسی غونډو او په بغداد کی د ډیموکراټ ګوند د مرکز د سوځیدا سبب شو .
دکردستان د دیموکراټ ګوند لوړ رتبه غړی هوشیار زیباری په وروستیو کې د دې په ترڅ کې چی په اربیل کې یې د امریکا د اډو پرضد حمله په حشد الشعبی پورې وتړله ، په سپکونکیو څرګندونو کې وویل دغه ډلې هماغه ډول چی داعش په بغداد او اربیل حمله کوله ، په دوی حمله کوی .
د داعش ترهه ګرې ډلګۍ د ۲۰۱۴ کال په جون میاشت کې د نینوا ولایت مرکز موصل ونیوه . د داعش دغه یرغل د عراقی سیاستوالانو او اجتماعی سیسټم ته سخت ګوزار ورکړ او د حیرانتیا سبب شو . د عراق لوړ رتبه مجتهد ایت ا... سیستانی د ولسی ځواک د لام بندۍ فتوا صادره کړه او حشد الشعبی جوړ شو .
د حشدالشعبی په جوړیدا سره ورو ورو له داعشی ترهه ګرۍ سره د مبارزې بهیر پیل شو او کابو څلور کاله وروسته د عراق مځکنی بشپړتیا او جغرافیه وساتل شوه او د عراق په بیلا بیلو سیمو کی د داعش جنایتونه ختم شول . داسې ډیر کم کس به وی چی دا شک وکړی چی په عراق کی د داعش د ترهه ګرۍ په ماته کې د حشدالشعبی سرشیندنو زیات رول درلودلی دې .
په عین حال کی لیبرالان ، لویدیځپال اوځینې فرقه پال د حشد الشعبی پرضد زیات سپکاوی ترسره کوی . دغه سپکاوی له هر څه زیات د حشد الشعبی د خپلواکه هویت او د عراق د امنیتی او سیاسی خپلواکۍ باندې د ټینګار له امله دی ، هغه موضوع چی ځینې د عراق په داخل او همداراز د امریکا په مشرۍلویدیځ قدرتونه او عربستان په مشرۍ عربی چورلیز هغه نه قبلوی .
دا لومړې ځل ندې چی د حشد الشعبی سپکاوې کیږی . له دې وروسته چی په عراق کې د داعش ماته حتمی شوه ، امریکا ، عربستان او په عراق کی له هغو سره ځینو نږدې ډلو له هیڅ مدرک وړاندی کولو پرته حشد الشعبی او د هغه غړی د عراق په سنی میشته سیمو کې په اقتصادی او اخلاقی تورونو ، تورن کړی وو .
د عراق له پارلیمانی انتخاباتو وړاندې هم د حشد الشعبی مخالفانو زیاتې هڅې وکړې ، په پراخو غړونو او چټی تورونو سره په انتخاباتو کی د دغه ولسی غورځنګ خنډ شی خو د الفتح ایتلاف د حشد الشعبی په ملاتړ بریالې شو له السایرون ایتلاف وروسته د پارلیمان زیاتې څوکۍ ترلاسه کړی .
د حشد الشعبی پرضد د سپکاوی نوی پړاو په داسې شرایطو کی پیل شوی دی چی له یوې خوا امریکا او د هغې عسکر له عراقه د وتلو لپاره د دغه هیواد د خلکو تر دباو لاندی دی ، له بل پلوه په عراق کی په ډیپلوماټیکو ځایونود ځینوډلو له خوا حملې شوی دي ، هغه حملې چی حشدالشعبی غندلی دي .
د هوشیار زیباری نوی سپکاوې چی له دې مخکې د عراق د لومړی وزیر حیدرالعبادی په حکومت کی د مالیې وزیر وو او اوس د ډیموکراټ ګوند لوړ رتبه غړې دې ، د عراق دننه له پراخو سیاسی او ولسی غبرګونونو سره مخامخ شوی دی .
داسې ښکاری دغه سپکاوی له ټولو زیات د حشد الشعبی له لوری د عراق د سیاسی او امنیتی خپلواکۍ په دلیل دی . په همدې لړ کی د النصر ایتلاف لو ړ رتبه مسول جاسم العلیاوی ویلی دی ، د عراق دښمنان د حشدالشعبی په شان چمتو ځواک نه غواړی ځکه چی د هغو هڅه د عراق کمزوری ساتل دي .