صائب عريقات وفات شو
Oct 20, 2020 04:03 Asia/Kabul
د فلسطين ټيلي ويژن بېګا د فلسطين د آزادي بخښونکي تنظيم ساف د اجرائي کمېټۍ د مشر صائب عريقات د مړينې خبر ورکړ.
د فلسطين ټيلي ويژن اعلان وکړ، صائب عريقات د کورونا وائرسو له امله وفات شو.
فلسطيني سرچينو پرون سحر په کورونا وائرسو له اخته کېدو وروسته د صائب عريقات د حالت د سختېدو خبر ورکړے ؤ.
له دې مخکښې ساف تنظيم د اکتوبر په نهمه نېټه په کورونا وائرسو د هغه د اخته کېدو خبر ورکړے ؤ.
ټیګونه