د غزې تړانګې ۸۵ فیصده خلک بې وزله دي
القدس خبري اژانس وايي د فلسطین د غزې تړانګې له کلابندۍ سره د مبارزې د ولسي کمیټۍ مشر جمال الخضري په دغه سیمه کښې د بې وزلۍ د زیاتیدا خبر ورکړ.
هغه وویل د صهیونیسټ رژیم لخوا د کلابندۍ په وجه د فلسطین په غزې تړانګې کښې بې وزلۍ زیاته شوي ده .
الخضري وویل د کورونا ویروس زیاتیدل له یوې خوا او د د غزې تړانګې کلابندۍ له بلې خوا د دغه سیمې د حالاتو د نورو خرابیدا سبب شوي ده .
د فلسطین د غزې تړانګې له کلابندۍ سره د مبارزې د ولسي کمیټۍمشر جمال الخضري ډاګینه کړه په غزې تړانګې کښې بې وزلۍ ډیره خطرناکه ده او د نړیوالې ټولنې لخوا سمدستي اقداماتو ته اړتیا لري .
د فلسطین غزې تړانګه له دوه زره شپږم (۲۰۰۶)میلادي کال راهسې د اسرائیلو له ځمکنۍ ، هوايي او سمندري کلابندۍ سره مخ ده او د دغه سیمې وسیدونکي له ډیرو مشکلاتو سره مخ دي .