د عراق حشد الشعبي ځواک عملیات پیل کړي دي
فارس خبري اژانس وايي د عراق الحشد الشعبي ځواک په شمال کښې په سامرا سیمه کښې د داعش ډلې د ګواښ د ختمولو او د امامین عسکریین علیه السلام د سپیڅلي حرم د دفاع لپاره د پراخو عملیاتو د پیلولو خبر ورکړ .
د عراق ولسي بسیج ځواک الحشد الشعبي په یوې (۱) خبر پاڼه کښې وویل د دغه ځواک اومې (۷) لیوا له العساقیه سیمې د سامرا تر شمال پورې سیمې د پاکولو او پلټنې عملیات پیل کړل او یوشمیر نورو ځواکونو هم د پوځ د لسم(۱۰) یونټ په ملګرتیا سره په یووخت د الانبار ولایت په خیتځ کښې د کرمه الفلوجه جزیرې کښې مخه نیوکي عملیات ترسره کړل .
په ۲۰۱۷ میلادي کال کښې په عراق کښې د داعش ترهګرې ډلې له ماتي خوړلو وروسته دغه ډلې اوس خپلې حملې پیل کړي دي او په پوځيانو او ملکي وګړو بریدونه کوي .
په عراق کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې پوځي او مالي مرستې سعودي عربستان ، متحده عربي امارات، ترکیه ، اردن ، اسرائیل ، امریکا ، انګلستان ، جرمني او ځینې نور عرب او اروپايي هیوادونه کوي .