په لبنان کې د نوی لومړي وزیر د ټاکلو هڅې
د لبنان ولسمشر د دې هیواد د بېلابېلو ګوندونو سره د لومړي وزیر د ټاکلو لپاره سلا مشورې پیل کړي دي.
د الجدید د راپور سره سم، د لبنان ولسمشر میشل عون د دې هیواد د اساسي قانون د ۵۳ مادې پر بنیاد پارلماني سلامشورې یې پیلي کړي تر څو نوی لومړی وزیر وټاکل شي او کابینه جوړه کړي.
عون د لبنان په ولسمشریزي ماڼۍ کې به د دې هیواد د پارلمان د مرستیال، د مخکني لومړي وزیرانو او د فراکسیونونو د استازو سره لیدني کتنې کوي.
د اګوست پر ۴ د بیروت په بندرګاه کې یوه لویه چاودنه وشوه چي د امله یې ۱۹۰ کسان ووژل شول او ۶۵۰۰ تنه ټپیان شول.
تر دې چاودنې وروسته د سیاسي بحران د رامینځ ته کېدو سره سم، د دې هیواد لومړی وزیر حسن دیاب د خپلي دندي استعفا وکړه او د پارلمان د رایو پر بنیاد مصطفی ادیب د کابینې د جوړولو مسئولیت په غاړه واخیست.
مصطفی ادیب هم د سپتمبر پر ۲۶ د کابینې د جوړولو څخه په انکار کولو سره د خپلي دندي څخه استعفا وکړه چي ورسره سم سیاسي بحران په دې هیواد کې دوام وموند.