د صهیونیستي ښارګوټو پر جوړولو د قطر نیوکه
د قطر دولت د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې د صهیونیستانو له خوا د ښارګوټو د جوړونې غندنه وکړه.
د قطر دولت به یوه بیانیه کې اعلان وکړ: په فلیسطیني سیمو کې د صهیونیستي رژیم له خوا د ښارګوټو جوړونه د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د ۲۳۳۴ پرېکړه لیک سره په ټکر کې ده.
قطر د نړیوالو ادارو څخه غوښټنه وکړه چي ژر دي په د فلسطین په نیواکي سیمو کې د صهیونیستي ښارګوټو د جوړېدا مخه ونیسي.
په دې بیانیه کې ټیګار شوی چي د فلسطین د مشروع حقوقو څخه د ملاتړ په لړ کې قطر پر خپل دریځ ولاړ دی او د یوې خپلواکې ادارې جوړېدا د قدس شریف په مرکزیت د فلسطین د ولس مشروع حق ګڼي.
صهیونیستي رژیم په وروستیو اوونیو کې د فلسطین په نیواکي سیمو کې د زرګونو کورونو د جوړېدو طرحه تصویب کړه، دا په داسي حال کې ده چي د ملګرو ملتونو او د امنیت شورا د ۲۳۳۴ پریکړه لیک سره سم صهیونیستي رژیم د فلسطین په نیواکی سیمو کې د ښارګوټو د جوړولو حق نه لري.