په ترکیې کې دزلزلې دمرګ ژوبلوشمیر۴۵۰تنو ته رسیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i93877-په_ترکیې_کې_دزلزلې_دمرګ_ژوبلوشمیر۴۵۰تنو_ته_رسیدلی
د ایران د اسلامی جمهوریت حکومت په دې اړه خواخوږي څرګنده کړې او د ترکیې حکومت سره ئې د هرډول مرستو او ملګرتیاؤ لپاره چمتووالی اعلان کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 31, 2020 03:02 Asia/Kabul
  • په ترکیې کې دزلزلې دمرګ ژوبلوشمیر۴۵۰تنو ته رسیدلی

د ایران د اسلامی جمهوریت حکومت په دې اړه خواخوږي څرګنده کړې او د ترکیې حکومت سره ئې د هرډول مرستو او ملګرتیاؤ لپاره چمتووالی اعلان کړی دی .

 زمونږخبریال د روئيټرر خبری آژانس له قوله راپور راکړ دپرون ناوخته په ترکیې په زوروې زلزلې کې چې وئيل کیږي ،کابو اوه ریشتره وه،د خبر ترمخابیره کیداپورې پکې څوارلس کسان وژل شوي او څه دپاسه څلور سوه څلویښت نور ټپیان شوي او دغه راز وئيل کیږي ، چې  په لسګونو نړیدلي ودانیو کنډوالې لا هماغه شان پاتې دي .

 راپورونه ښئ  دغه زلزله د ترکیې په ازمیر صوبې کې شوي  په یونان کې ئې ځيني ښارونه لړزولی دي . د ازمیر  ځاي چارواکو خبرداری ورکړی،چې  ممکنه ده په سمندر کې سونامي هم رامینځةشي .

دا هم وئيل شوي چې تر دې دمه له کنډوالو  اویا کسان ژغورل شوي خو  وئيل کیږي، چې ممکنه ده د قربانیانو شمیر څو چنده زیات شوي ،د ایران داسلامی جمهوریت حکومت  په دې اړه خواخوږي څرګنده کړې او دترکیې حکومت سره ئې د هرډول مرستو او ملګرتیاؤ  لپاره چمتووالی اعلان کړی دی .وئيل کیږي له دغې سترې زلزلې وروسته هم  څه دپاسه څلور اتیا ټکانونه  رامینځةشوي دي .

Image Caption
Image Caption
Image Caption