د عراق د تیلو په پایپ لاین کې ستره چاودنه
Oct 31, 2020 13:06 Asia/Kabul
د عراق په جنوب کې د المثنی ولایت د تیلو په پایپ لاین کې یوه ستره چاودنه شوې.
یاده چاودنه نن سهار د المثنی د ولایت لویي لار ته څېرمه د مسیعیده په سیمه کې رامینځ ته شوې چي د حشدالشعبي د ځواکونو اډې ته نږدې دی.
خینې خبري سرچینې بیا وایي چي یاده چاودنه د دې ولایت د السماوې په سیمه کې د النجمې په پیپ لاین کې شوې.
خو تر دې دمه د چاودنې لامل او د اوښتو زیانونو معلومات لا نه دي معلوم شوي.
المثنی ولایت د عراق دوم تر ټولو ستر ښار دی چی د داعش د ترهګري ډلي تر ماتي وروسته لا هم د دې ډلي غړي په کښې ترهګریز فعالیتونه کوي.
ټیګونه