اسراېیل باید محاکمه کړای شي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i93896-اسراېیل_باید_محاکمه_کړای_شي
د فلسطین په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر د نړیوالي ټولنې څخه د صهیونیستي رژیم د محاکمې غوښتنه کړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 31, 2020 13:11 Asia/Kabul
  • اسراېیل باید محاکمه کړای شي

د فلسطین په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر د نړیوالي ټولنې څخه د صهیونیستي رژیم د محاکمې غوښتنه کړې.

د قدس پرس په حواله، د فلسطین په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی مایکل لینک نن اعلان وکړ چي د صهیونیستي رژیم د کابینې موافقت د فلسطین په نیواکي سیمو کې د ۵ زرو نوي کورونو د جوړولو سره، د نړیوالو قوانینو څخه یوه ښکاره سرغړونه ده.

 مایکل لینک وویل: صهیونیستي رژیم په روان میلادي کال کې د ۱۲ زرو کورونو د جوړولو سره یې موافقه کړې، چي د نویو ښارګوټو دپه جوړولو سره د فلسطین نیواکي سیمي هم لاندې کوي.

هغه زیاته کړه: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۷۹ میلادي کال راهیسي په ۶ بېلابېلو غونډو کې اعلان کړی چي د فلسطین په نیواکی سیمو کې د صهیونیستي ښارګوټو جوړونه د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده، او د ۲۳۳۴ په پرېکړه لیک کې د ښارګوټو د جوړونې د بندېدو غوښتنه کړې.

د ملګر ملتونو رپورټر تینګار وکړ، د دې موضوع تعقیبونه باید د نړیوالي ټولنې د اجندا په سر کې واقع شي او د صهیونیستي ښارګوټو پر تولیداتو باندې نړیوال بندیزونه ولګول شي.