اسرائیل د اسلامي امت د کمزورولو هڅه کوي
Nov 01, 2020 13:25 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي په لبنان کښې د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ استازي احسان عطایا له عربو هیوادونو سره د اړیکو له عادي کولو د صهیونیسټ رژیم هدف د اسلامي امت کمزوري کول وباله .
احسان عطایا وویل صهیونیسټ رژیم هڅه کوي په عربو ملتونو کښې قومي ، مذهبي او توکمیز جنګونه رامینځته کړي .
هغه د متحده عربي اماراتو او د بحرین په خلکو غږ وکړ د هغو ټولو دسیسو د شنډولو پرضد چې له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادي کیدا د موافقې له لارې ترسره کیږي راپورته شي .
متحده عربي اماراتو او بحرین د سعودي عربستان ، امریکا او د بریتانیا په دباو او غوښتنې سره له صهیونیسټ رژیم سره اړیکې ټینګې کړي دي .
اسلامي نړۍ په دغه اقدام پراخې نیوکې کړي دي .
ټیګونه