ایران کویټ ته ۶۰ زره ټنه سیمینټ صادر کړی دی
Nov 10, 2020 09:09 Asia/Kabul
د ایران د هرمزګان د ولایت والی وویل: د سیمینټو لوړنۍ جوپه چي ۶۰ زره او ۵۰۰ ټنه وزن درلود د پارسیان له ولسوالۍ څخه کویټ ته صادر شو.
فریدون همتي د هرمزګان والی زیاته کړه چي د دې محمولې ارزښ څو میلیون ډالرو ته رسیږي.
د هرمزګان والي وویل: موږ د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د سپارښتنو سره سم دغه صادرات (د تیلو به غیره) د اقتصادي طرحي په چوکاټ کې تر سره شوی چي موخه یې د اسعارو د اړتیاو پوره کول دی.
دا په داسی حال کې دی چي امریکا د اقتصادي بندیزونو په لګولو سره هڅه کوي د ایران او د سیمي او د نړۍ د هیوادونو تر مینځ د اقتصادي او تجارتي راکړي ورکړي مخه ونیسي.
ټیګونه