د بحرین د باچا زوی د دې هیواد لومړی وزیر شو
Nov 12, 2020 10:42 Asia/Kabul
د بحرین باچا د دې هیواد د لومړي وزیر تر مړیني وروسته خپل مشر زوی د هغه د ځای ناستی په توګه وټاکل.
د بحرین د رسمي خبري اژانس د راپور سره سم، د بحرین باچا حمد بن عیسی آل خلیفه د یو حکم په صادرولو سره خپل مشر زوی معاون سلمان بن حمد بن عیسی آل خلیفه د دې هیواد د لومړي وزیر په توګه وټاکه، هغه د بحرین د باچا ولیعهد او د وسله والو ځواکونو د سرمشرۍ مرستیال هم دی.
خلیفه بن سلمان آل خلیفه د بحرین لومړی وزیر د چهار شنبې په ورځ په ۸۵ کلنۍ کې وفات شو، هغه د ۱۹۷۱ میلادي کال را په دې خوا د بحرین د لومړي وزیر دنده په غاړه درلود.